دغه ګاډی له ضایع پلاسټیکو چلیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایټالیا د ګاډو د جوړولو یوه شرکت «برټن» له زړو شیانو او له ښځلو څخه چلیدونکی «هائپر« ګاډی جوړ کړ.
دغه ګاډی په یوه ساعت کښې دوه سوه څلویښت میله یعني درې سوه شپږاتیا کلومیټره مزل کولای شي او دې له استعمالیدونکو پلاسټیکونو د سونګو کار اخلي.
دغه ګاډی ته د «برټن جي بي یوسل لس» نوم ورکړل شوی دی کوم به چې په دوه زره څلرویشتم میلادي کال کښې نندرې ته وړاندې شي.
دا د دنیا ډیر مهم ګاډی دی چې له استعمال شویو پلاسټیکونو څخه د سونګو په توګه کار اخلي.
د ایټالیا دغه شرکت د دغه ګاډي عکس او ویډیو خپره کړي ده.
دغه یو ډیر ښکلی ګاډی دی کوم چې په دوه اعشاریه نهه اویا ثانیو کښې له صفر څخه تر سل کلومیټرو پورې د سرعت د زیاتولو وړتیا لري.
د ایټالیا دغه شرکت وویل دغه ګاډی به هر چا ته نه ملاویږي ځکه چې دغه شرکت یوازې د درې دیرش ګاډیو د جوړولو هڅه کوي نو ځکه خو به دغه ګاډي په ټوله دنیا کښې له یوازې درې دیرش کسانو سره وي.
د ایټالیا د ګاډو د جوړولو دغه شرکت تراوسه د دغه ګاډي بیه او نورو جزیات نه دي په ډاګه کړي.