روسیه به د هیواد د ویشلو اجازه ورنکړي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125578-روسیه_به_د_هیواد_د_ویشلو_اجازه_ورنکړي
مهر خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل ماسکو اجازه نه ورکوي لویدیځ هیوادونه د اوکراین له خلکو څخه د روسیې د ویشلو او کمزوري کولو لپاره استفاده وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 01, 2023 02:47 Asia/Kabul
  • روسیه به د هیواد د ویشلو اجازه ورنکړي

مهر خبري اژانس راپور راکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وویل ماسکو اجازه نه ورکوي لویدیځ هیوادونه د اوکراین له خلکو څخه د روسیې د ویشلو او کمزوري کولو لپاره استفاده وکړي.

پوتین پرون په  دوه زره دوه ویشتم میلادي کال کښې په خپلې اخري وینا کښې دغه کال له چورلیزي پیښو سره یوځاې وباله چې د هغه په رڼا کښې د روسیې د راتلونکي او د خپلواکۍ لپاره زمینه برابره شوه داسې خپلواکۍ چې ننۍ روسیه د هغې لپاره جنګیږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په اوکراین کښې د کړکیچ او د ماسکو د پوځي عملیاتو په هکله وویل لویدیځ هیوادونه کلونه کلونه کیږي چې روسیې ته یې د خپلو سوله ییزو هدفونو په هکل ډاډ ورکړ خو په حقیقت کښې دغو اروپايي هیوادونو د نویو نازیانو ملاتړ وکړ.

هغه وویل لویدیځ هیوادونه د اوکراین له خلکو د روسیې د ویشلو او  کمزوري کولو لپاره ګټه پورته کوي خو روسیه به هیڅکله د دغه کار اجازه ورنکړي.

د روسیې د پارلمان د نړیوالو چارو د کمیټۍ مشر لئونید اسلوتسکي هم باوري دی چې لویدیځ هیوادونه له ساړه جنګ وروسته د روسیې د کمزوري کولو کوشش کوي.