۲۰۲۳کال به د نړیوال اقتصاد لپاره سخت کال وي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د پیسو د نړیوال صندوق ایي ایم ایف(IMF) مشرې کریستالینا جورجیوا وویل په روان میلادي کال کښې به د نړۍ د اقتصادونو دریمه برخه له ځوړتیا سره مخامخ شي.
د پیسو نړیوال صندوق د تیر میلادي کال په اکتوبر میاشت کښې ویلي وو چې په روان میلادي کال کښې به د نړۍ اقتصادي وده کمه شي.
په اوکراین کښې جنګ، د انقلاسیون دباونه او د بیو د کمولو په هدف سره د امریکا د فیډرال رزرو بانک په شمول د مرکزي بانکونو لخوا پلان شوي د بانکونو د سود زیاتول د نړۍ د اقتصادي ودې د کمیدا عوامل بلل شوي دي.
د پیسو د نړیوال بانک مشرې میرمن کریسټالینا جورجیوا پرون وویل روان میلادي کال به تر ټولو سخت کال وي چې مونږ ورسره مخامخ وو ځکه چې د امریکا ، د اروپايي اتحادیې او چین اقتصادونه ټول د نړۍ د دریو سترو قدرتونو په توګه د ځوړتیا په حال کښې دي.
هغې وویل د اروپايي اتحادیې غړیو هیوادونو د روسیې او د اوکراین د جنګ په دلیل زیات تاوانونه کړي دي او په دوې کښې نیمايي هیوادونه به په نوي میلادي کال کښې له ځوړتیا سره مخامخ شي.
جورجیوا چې څه موده مخکې چې د پیسو د نړیوال صندوق په هکله د خبرو لپاره چین ته تللي وه وویل په راتلونکو میاشتو کښې د کورونا ویروس زیاتیدل به په روان میلادي کال کښې د چین اقتصاد ته ګوزار ورکړي او نړیواله او سیمه ییز وده به وځنډوي.
هغې خبرداری ورکړ چې د چین منفي وده به په سیمه او نړیوالې ودې باندې منفي اغیز واچوي.