یونان کښې پینځه زره کلوګرامه غټ کیک پوخ کړی شوی
Jan 05, 2023 09:04 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکړی د یونان دوه سوه(۲۰۰) اشپزو د نوي میلادي کال «وسیلو پیټا» کیک پوخ کړ چې وزن یې پینځه زره کلوګرامه و.
دغه وسیلوپیټا کیک د نوي میلادي کال په شپه اشپزانو په ګډه پوخ کړ او هغه د اتن سیمې په «پیرسټیري »سیمه کښې پوخ کړی شوی.
دغه کیک پینځه زره کلوګرامه وزن درلود او پکښې درې زره نهه سوه نوي کلوګرامه اوړه، نولس لسه شپږنوي کلوګرامه کوچ ، نهه سوه اته نوي کلوګرامه چینۍ یعني بوره ، دوه زره هګۍ او پینځلس سوه مالټې استعمال شوي دي.
د دغه کیک نوم په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې لیکل شوی دی.
دغه کیک د یوان په پنځوس زره خلکو باندې ویشل شوی دی.
ټیګونه