د امریکا کانګرس د مشر له ټاکلو پرته چټي شو
د امریکاجمهوری پال د ۲۰۲۲کال دنومبر په اتمه نیټه مینځ پړاوه انتخاباتو کې د کانګرس ۲۲۲څوکۍ وګټل شوې او د کانګرس اکثریت ئې ترلاسه کړ او د کانګرس موجوده اکثریتی لوري ډیموکراټانو هم دوه سوه دولس څوکۍ وګټلې چې د کانګرس اکثریّت ئې له لاسه ورکړ.
د امریکارسندوئي چینلونو ر اپور ورکړ،د امریکا د کانګرس د مشر په توګه دمک کارتي د ټاکل کیدا لپاره راي اخستنې یولسم ځل هم له ماتې سره مخ شوې چې په نهایت کې دکانګرس دمشر د نه شتون په خاطر کانګرس هم چټي شو.
د امریکاجمهوری پال د ۲۰۲۲کال دنومبر په اتمه نیټه مینځ پړاوه انتخاباتو کې د کانګرس ۲۲۲څوکۍ وګټل شوې او د کانګرس اکثریت ئې ترلاسه کړ او د کانګرس موجوده اکثریتی لوري ډیموکراټانو هم دوه سوه دولس څوکۍ وګټلې چې د کانګرس اکثریّت ئې له لاسه ورکړ.
داپه داسې حال کې دی چې له دوو ورځو راهسې دکانګرس د مشر د ټاکلو لپاره راي اخستل کیږي،چې په ټول کې ۲۱۸ رایو ته ضرورت لري،د امریکا په تاریخ کې په تیرې یوې پيړۍ کې دا د دوي یو ترټولو ستر بحران دی او دوي نه دي توانیدلي په راي اخستنې لومړي پړاؤ کې دکانګرس مشر وټاکي.
ایرناخبری آژانس راپور ورکړ،سی این این ټيلیویژني چینل راپور ورکړی،د امریکا د کانګرس استازو له تیرو دوو ورځو راهسې په ډیرو مشورو او یولس ځله له راي اخستنې وروسته بیا هم له د کانګرس د مشر له ټاکلو پرته نن په دریمه ورځ بلاخره هم کانګرس چټي کړ او خپل مینځیو اختلافاتو له امله ئې دکانګرس مشر ونه ټاکل شو چې دا موضوع په تیرو یو سل څلور شپیتو کلونو کې یوه بې مخینې چاره ده .