د امریکا ولسمشر د نړۍ د هیوادونو سپکاوی کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i125958-د_امریکا_ولسمشر_د_نړۍ_د_هیوادونو_سپکاوی_کړی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سپکاوي ډکو څرګندونو ته چې د نړۍ ټول هیوادونه یې د امریکا شلیدلي پتلون ته ورته بللي وو وویل توکمپاله افکار د بشري حقوقو د مدعیانو په خبرو کښې اوج ته رسیدلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 09, 2023 02:17 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر د نړۍ د هیوادونو سپکاوی کړی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د خارجه وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د امریکا د ولسمشر جوبایډن له سپکاوي ډکو څرګندونو ته چې د نړۍ ټول هیوادونه یې د امریکا شلیدلي پتلون ته ورته بللي وو وویل توکمپاله افکار د بشري حقوقو د مدعیانو په خبرو کښې اوج ته رسیدلي دي.

هغه وویل د نړۍ د نورو ملتونو او د هیوادونو په هکله د امریکا مستکبرانه کړچار د  همدغو افکارو او د ویناو عملي ترجمه ده.

د دنیا خلکو ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن دغه سپکاوی په داسې حال کښې دی چې دوه میاشتې مخکې د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست مسوول جوزپ بورل هم د بیلجیم په پروژ ښار کښې د اروپا د ډیپلوماسۍ د پوهنتون د یوه مرکز د پرانیستلو په وخت په یوې عجیبه وینا کښې ویلي وو اروپا یو باغ دی او مونږ ټولو دغه باغ جوړ کړی دی او دغه باغ د سیاسي ازادۍ د اقتصادي لرلیدونو او د ټولنیزې کوټلتیا تر ټولو ښه ترکیب لري.

هغه ویلي وو چې نوره  دنیا حقیقي باغ نه دی او د نړۍ اکثره سیمې ځنګلونه دي او ځنګلونه ممکنه ده چې په باغ حمله وکړي.

داسې څرګندونې چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راپارولي وو او ځینو هیوادونو دغه وینا د لویدیځو هیوادونو د اخلاقي غورځیدا او د نژاد پرستۍ نښه بللي ده.

د اروپا د پارلمان ځینو استازیو هم د اروپايي اتحادیې د خارجي سیاست د مسوول جوزپ بورل وینا د استعماري تفکراتو او د نوي استعمار نښه بللي وه.