امریکا اوعربستان د یمن دویشلولپاره نوي نقشه جوړه کړه
د یمن د ویشلو لپاره د امریکا دسیسه په داسې شرائطو کې ده چې د عربستان د وسلو زیاتره برخه ا مریکا له خوا تامینیږي.
د یمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي د عربستان له مسئولانو سره موافقه کړې ده چې یمن په دوو شمالي او جنوبی برخو ویشي.
د الخبر الیمني خبری سایټ د راپور په اساس،دیمن په چارو کې د امریکا ځانګړي استازي ټیم لینډرکینګ چې هیواد ئې په یمن دعربستان د حملې ترټولو مهم ملاتړی هیواد دی،ریاض ته په سفر کې دسعودي عربستان له مسئولانو سره موافقې ته رسیدلی چې یمن په دوو شمالی او جنوبی برخو وویشي.
ددغه راپورپه اساس ، امریکا وړاندیز کړی دی چې جنوبی یمن د جنوب دانتقالي شورا په نامې سره وسله والو ته چې د متحده عربی اماراتو تالی څټي دي وسپارل شی او دیمن شمال هم ددغه هیواد دملی نجات حکومت سره اړونده شي.
د یمن د ویشلو لپاره د امریکا دسیسه په داسې شرائطو کې ده چې د عربستان د وسلو زیاتره برخه ا مریکا له خوا تامینیږي.
د وئيلو ده له ۲۰۱۶ کاله تر ۲۰۲۰کال پورې په مودې کې عربستان د امریکاد خرڅ شوي وسلو څخه څلورویشت فیصدي برخه اخستې ده .