د امریکا د ولسمشر په دفتر کښې پټ سندونه موندل شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126060-د_امریکا_د_ولسمشر_په_دفتر_کښې_پټ_سندونه_موندل_شوي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپل پخواني دفتر کښې د پټو سندونو په کشفیدا باندې د حیرانتیا په ښودلو سره ادعا وکړه چې زه د دغو پټو سندونو له محتوا بې خبره یم.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 11, 2023 08:12 Asia/Kabul
  • د امریکا د ولسمشر په دفتر کښې پټ سندونه موندل شوي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر جوبایډن په خپل پخواني دفتر کښې د پټو سندونو په کشفیدا باندې د حیرانتیا په ښودلو سره ادعا وکړه چې زه د دغو پټو سندونو له محتوا بې خبره یم.

د امریکا رسنیو پرون د اوسني ولسمشر جوبایډن په خصوصي هستوګن ځاې کښې د پټو او محرمانه سندونو د کشفیدا خبر ورکړ.

ویل کیږي چې دغه سندونه له ایران ، اوکراین او بریتانیا سره اړونده دي او د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما په حکومت کښې د جوبایډن د معاونت پړاو ته اړونده دي کوم چې په تیر مني کښې کشف شوي دي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن پرون له خبریالانو سره په مرکه کښې ادعا وکړه چې د هغو پټو سندونو د محتوا په هکله چې زما په دفتر کښې پیدا شوي او وکیلانو د ارشیو ادارې ته سپارلي دي هیڅ اطلاع نلرم.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرامپ په ټروت سوشل ټولنیز اینټرنیټ پاڼې کښې دغه موضوع ته په غبرګون کښې ادعا وکړه چې اوسني ولسمشر جوبایډن ډیر پټ سندونه چین ته ورکړي دي.

ټرامپ ویلي دي چې د جوبایډن دغه اقدام د تصور له حد څخه ورهاخوا دی او زیاته یې کړه ډا‌ډمن وسئ چې زه به دا ډول کار ترسره نکړم او په دغه حالت کښې ورتلل د هیواد لپاره ښه نه دي.