د امریکا له ولسمشر د پټو سندونو پلټنه کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126132-د_امریکا_له_ولسمشر_د_پټو_سندونو_پلټنه_کیږي
زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د عدلیي وزارت د جوبایډن ادارې څخه د هغه موندل شویو محرم اسنادو په اړه پلټنه کوي چې له امله یې سپینه ماڼۍ شرمنده شوې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 12, 2023 12:25 Asia/Kabul
  • د امریکا له ولسمشر د پټو سندونو پلټنه کیږي

زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا د عدلیي وزارت د جوبایډن ادارې څخه د هغه موندل شویو محرم اسنادو په اړه پلټنه کوي چې له امله یې سپینه ماڼۍ شرمنده شوې.

د بهرنیو رسنیو په وینا، د جوبایډن د ادارې لومړی پټ اسناد په واشنګټن ډي سي کې په یوه شخصي دفتر کې موندل شوي چې د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر د مرستیال په توګه د جوبایډن له خوا کارول کیده.

د رسنیو د راپورونو له مخې تر اوسه معلومه نه ده، چې د پټو اسنادو دویمه برخه کله او چېرته موندل شوې، خو د امریکا د عدلیې وزارت وايي، د دې موضوع په اړه هر اړخیزې څېړنې کوي.

د پټو اسنادو دوهمه برخه سپینې ماڼۍ نه ده تایید کړې، خو د بریتانوي خپرونو امریکايي همکار CBS تایید کړې چې دا اسناد یې ترلاسه کړي دي.

د یادولو وړ ده چې د امریکا د ولسمشر جوبایډن د پټو اسنادو لومړۍ برخه د نومبر په میاشت کې سپینې ماڼۍ ته څېرمه د پین بایډن له مرکز څخه موندل شوې وه، خو دا خبره روانه اونۍ روښانه شوه.

د امریکا د استازو جرګې د محاسبې او بیا کتنې د کمېټې نوی مشر جیمز کومر وايي، د پټو اسنادو په اړه به د امریکا له ولسمشر او د هغه له کورنۍ پوښتنې وشي.