مایکرو سافټ ۱۱ زره کارکوونکې ګوښه کوي.
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126426-مایکرو_سافټ_۱۱_زره_کارکوونکې_ګوښه_کوي.
مایکرو سافټ ۱۱ زره کارکوونکې ګوښه کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 18, 2023 13:51 Asia/Kabul
  • مایکرو سافټ ۱۱ زره کارکوونکې ګوښه کوي.

مایکرو سافټ ۱۱ زره کارکوونکې ګوښه کوي.

د نړۍ د ټیکنالوژۍ مشهوره کمپنۍ مایکرو سافټ اعلان کړی چې په راتلوونکې اونۍ کې به د خپلو کارکوونکو په شمېر کې پنځه سلنه کموالی راولي چې په دې سره به د یادې کمپنۍ د ۲۲۰ زره کارکوونکو څخه ۱۱ زره له دندو ګوښه شي.

که څه هم د مایکرو سافټ ویاند په دې اړه له تبصرې کولو ډډه کړې او ویلي چې موږ نشو کولای چې په اټکلونو خبرې وکړو، خو څه موده وړاندې د میټا شرکت لخوا هم ۱۱ زره کارکوونکي ګوښه شوی وو.

د یادونې وړده چې د ایمزون مشهور شرکت په ډله ییز ډول د زیات شمېر کارکوونکو په ګوښه کېدو کې لومړی مقام لري، دوی په یو ځل 18 زره کارکوونکي ګوښه کړی وو.