سعودي عربستان سیاحتي ویزې پیلوي
Jan 21, 2023 14:22 Asia/Kabul
د سعودي هوايي شرکت اعلان کړی، چې له دوی سره سفر کوونکو ته به د سیاحت ویزې ورکړي.
د سعودي ایرلاین د ویاند په وینا، شرکت به هغو سیلانیانو ته د سیاحت ویزې ورکوي چې له دوی سره د سفر لپاره ټکټ اخلي.
د دغه وزارت ویاند عبدالله الشهراني له ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې دغه پروګرام د الله د مېلمه په نوم نومول شوی دی چې له مخې به مسافر په دغه څلور ورځنۍ سیاحتي ویزه عمره ادا او یو شمېر سیاحتي فعالیتونه هم وکړي.
د دغه شرکت له خوا زیاته شوې، چې سیلانیان کولای شي دغه ویزه په انلاین بڼه هم ترلاسه کړي.
دغه هوايي شرکت د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت او د حج او عمرې وزارت په همکارۍ د ویزې د ورکولو اسانتیا وړاندې کړې ده.
ټیګونه