ناوې د نکاح مراسمو پر مهال له واده انکار وکړ
ناوې د نکاح مراسمو پر مهال له واده انکار وکړ
د هندوستان هېواد په اترپردېش ایالات کې یوې ناوې هغه مهال له خپل خاوند سره له واده کولو انکار وکړ چې مېړه یې د لسګونو دیرش نوټونه ونشول شمېرلی.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د هند هېواد اترپردېش ایالت په فرخ آباد سیمه کې د ۲۱ کلنې نجلۍ او ۲۳ کلن هلک د واده په مراسمو کې هغه مهال جنجال پیل شو، کله چې د مراسمو پر مهال پنډت د هلک غېرې ارادي حرکات ولیدل او د موضوع په اړه یې د نجلۍ کورنۍ خبره کړه.
د ۲۱ کلنې ناوې ریتا سنګ کورنۍ د هلک د حرکاتو د ازماېښت لپاره نوموړي ته د لسګونو دیرش نوټونه د شمېرلو په موخه ورکړل، خو د واده هلک یې په شمېرلو بریالی نشو، له همدې امله نجلۍ د نکاح مراسمو پر مهال له واده کولو انکار وکړ.
را پورونه وایي، چې هلک دماعي مشکل درلود او له دې مخکې یې د نجلۍ کورنۍ نه وه خبره کړې.