د ایران او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه ډېره شوې ده
د قزاقستان لومړي وزیر د ایران له اسلامي جمهوریت سره په دوو اړخیزو سوداګریزو راکړو ورکړو کې د ۲۰ سلنه ډېروالي خبر ورکړ.
د فارس خبري اژانس د راپور له مخې، د قزاقستان لومړي وزیر، علیخان اسماعیلوف په استانه کې د ایران د کرنې له وزیر سیدجاوید ساداتي نژاد سره په لیدنه کې وویل: د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ او نوامبر په میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې راکړې ورکړې له 20 سلنې ډېره وده کړې چې 500 ملیون ډالرو ته رسېږي.
د قزاقستان لومړي وزیر د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا پراختیا په موخه د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړ، چې څه دپاسه ۲۵۰ میلیونو ډالرو په ارزښت ۷۵ اضافي توکي د ایران بازار ته وړاندې کړي.
د دغه راپور له مخې، د قزاقستان حکومت هوډ لري چې په فعاله توګه هڅه وکړي، ترڅو دوه اړخیزه سوداګري درې میلیارده ډالرو ته لوړه کړي.
د ایران او قزاقستان د ګډ اقتصادي کمیسیون اتلسمه غونډه د جنورۍ په ۲۵ او ۲۶ نیټه د قزاقستان په استانه ښار کې د ایران د کرنې د وزیر سید جواد ساداتي نژاد په شتون سره جوړه شوه.
د ايران او قزاقستان د اقتصادي همکاريو ګډ کميسيون اتلسمې غونډې په وروستۍ ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، کرنې، چاپېريال، ګرځندوی، ساينس او ټیکنالوژۍ، ښوونې او روزنې او سپورت په برخو کې د همکاريو يوه هوکړه لاسليک شوه.
د ۲۰۲۲ کال په لومړیو لسو میاشتو کې د ایران او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ کچه له ۴۵۰ ملیون ډالرو سره برابره ده.