د هند او پاکستان په اړیکو کې کړکېچ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i126920-د_هند_او_پاکستان_په_اړیکو_کې_کړکېچ
د پاکستان په بهرنیو چارو کې سلاکار وزیرې حنا رباني کهر، له هند سره په اړیکو کې د اسلام آباد هر ډول د پردې شاته هڅې رد کړې.
(last modified 2023-01-27T20:10:17+00:00 )
Jan 27, 2023 14:48 Asia/Kabul
  •  د هند او پاکستان په اړیکو کې کړکېچ

د پاکستان په بهرنیو چارو کې سلاکار وزیرې حنا رباني کهر، له هند سره په اړیکو کې د اسلام آباد هر ډول د پردې شاته هڅې رد کړې.

آغلې حنا رباني کهر چې د پاکستان په مشرانو جرګه کې یې وینا کوله، د هند د پارونکي چلند او د کشمیر د لانجې په اړه زیاته کړه چې د اسلام آباد او نوي ډهلي اړیکې په ټپه ولاړې دي. په دې وروستیو کې د پاکستان په سیاسي کچه هم وروسته له هغه چې هند د پاکستان بهرنیو چارو وزیر ته په هند کې د شانګهای په سرمشریزه کې د ګډون بلنه ورکړه، له هند سره د پاکستان د پردې ترشا د پټو اړیکو په اړه شایعات مطرح شول.

دا په داسې حال کې ده چې، نوي ډهلي په دې وروستیو کې د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د ناندریو کمولو د خبرو دوام  وړاندیز رد کړ، دا ښیي چې په منځ مهاله توګه هم د نوي ډهلي او اسلام آباد ترمنځ د اختلافاتو د هواري لپاره کوم څرګند نه لګي.

دواړه هېوادونه چې د ۱۹۴۷ کال په اګست کې یې له برتانوي استعمار څخه خپلواکي اعلان کړه، له ۷ لسیزو راهیسې د کشمیر د ملکیت او د اوبو د ځینو سرچینو پر سر اختلاف لري. هند او پاکستان دوه ځله د کشمیر د ملکیت پر سر جګړه کړې او په ۱۹۹۹ کال کې د کارګیل په لوړو کې د بشپړې جګړې تر کچې هم ورسېدل.

د اسلام آباد او هند تر منځ اختلافونه په داسې حال کې دوام لري، چې دواړه هېوادونه تر بل هر وخت د تاوتریخوالي کمولو خبرو ته، چې د ۲۰۰۰ میلادي کال په لومړیو کې د پاکستان د پخواني ولسمشر، پروېز مشرف په وخت کې پیل شوي وو، اړتیا لري.

د هند د چارو کارپوه "سروش اميري" په دې اړه وايي: "هند او پاکستان په داسې حال کې چې تربل هر وخت د ودانيزو پروژو د پرمخ بيولو او د ټولنيزو ستونزو د هوارولو لپاره، د پخوا په پرتله د تاوتريخوالي کمولو او د سولې رامنځته کولو ته اړتيا لري، ځکه چې د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات، په ځانګړې توګه د کشمیر په اړه، نه یوازې د نوي ډهلي او اسلام آباد پر اړیکو، بلکې پر ټول براعظم یې سیوری کړی او د بودجې ډېره برخه د ملېشو پر لور وړي.

د هند او پاکستان تر منځ د شخړو دوام د هند نیمه وچه د نړۍ په یوه تر ټولو پوځي سیمې بدله کړې ده. په داسې حال کې کله چې د دواړو هېوادونو تر منځ کړکېچ ډېرېږي، ځينې کړۍ د اټومي بريد خبره کوي، چې ډېره د اندېښنې وړ ده.

دې ته په کتو سره چې هندو ملتپال په هند کې واک لري، دوی نه یوازې له پاکستان سره د شخړو هوارولو ته زړه نه ښه کوي، بلکې هڅه کوي چې ټولې شخړې په خپله ګټه هوارې کړي.

په دې اړه د هند د چارو کارپوه ډاکټر اقبال وايي: په دې وروستيو کلونو کې د نوي ډهلي هندو حکومت هڅه کړې چې دغه لانجه لرونکې سيمه له خپلې خاورې سره يو ځای کړي، لکه د کشمير د ځانګړې خودمختاري لغوه کول. په همدې حال کې پاکستان هم د دې سیمې د وضعیت د معلومولو لپاره د ټولپوښتنې په ترسره کولو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړه لیک د پلي کولو له لارې د کشمیر کړکېچ پر حل ټینګار کوي، چې هند یې ردوي.

په هر صورت، هند ځان په داسې حالت کې ویني چې کولای شي پر پاکستان په فشارسره د دواړو خواوو ترمنځ اختلافات په خپله ګټه هوار کړي. په همدې حال کې پاکستان او د کشمیر خلک په خپل دریځ ټینګ دي او تر اوسه یې هیڅ ډول شاتګ نه دی کړی. په ورته وخت کې د هند په نیمه وچه کې نه د جګړې او نه سولې وضعیت، یوه سړه سوله رامنځته کړې ده، چې ډېره نازکه ده او د جګړې د دواړو خواوو په ناسم فکر کولو سره په سیمه کې د نه اټکلېدونکې جګړې او کړکېچ لامل کېدای شي.

په همدې حال کې د ډهلي او اسلام آباد ترمنځ د لانجې په دوام سره، د هند او پاکستان مشران هڅه کوي چې د داسې فضا تر شا خپلې ستونزې او بې کفایتي پټولو لپاره، د هند او پاکستان د عامه افکارو تر منځ د مایوسۍ فضا رامنځته کړي.

ژباړه: زماني