د هندوستان دوه الوتکې نسکورې شوې
Jan 28, 2023 09:56 Asia/Kabul
د هندوستان د مدهیا پردېش ایالات په مورینا سیمه کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې د دغه هېواد دوه الوتکې نسکوري شوي.
د هندوستان د مدهیا پردېش ایالات په مورینا سیمه کې په دوو بېلا بېلو پېښو کې د دغه هېواد دوه الوتکې نسکوري شوي.
د دغه هېواد دفاعي سرچینې وایي، د سوخوی دیرش او میراج ۲۰۰۰ ډوله الوتکو نن سهار شاوخوا ۵ بجې د ګوالیر هوایي تمریناتي میدان څخه الوتنې وکړې چې د نسکوریدو وروسته یې پیلوټان هم سطحي ټپيان شوي.
پولیسو د یادو الوتکو د غورځېدو لامل د روښانتیا په موخه څېړنې پیل کړي.