د کربلاپاڅون د بیرغوالې حضرت زینب(س)د تلین په مناسبت تسلیّت ومنئ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127450
دتهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره تاسو خوږو مینه  والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي.
(last modified 2023-02-06T06:43:03+00:00 )
Feb 06, 2023 04:53 Asia/Kabul
  • د کربلاپاڅون د بیرغوالې حضرت زینب(س)د تلین په مناسبت تسلیّت ومنئ

دتهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره تاسو خوږو مینه  والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي.

 

د رجب د میاشتې پنځلمسه نیټه داسلام د ګران پیغمبر(ص) د لمسئ او حضرت امام علی او حضرت فاطمةالزهراسلام ا... علیهما  دګرانې لور او د کربلا دپاڅون بیرغوالې حضرت زینب کبری سلام ا... علیها د  وفات کلیزه ده.
حضرت زینب بی بی د خپل ورور حضرت امام حسین علیه السلام ترڅنګ د هغو منحرفینو او متحجرو بهیرونو سره مبارزه کوله چې د اسلام ددفاع په نامې سره ئې د کربلا ستره غمیزه رامینځةکړه. او د امام حسین علیه السلام له  لوئې حماسې وروسته هم د هغه بزرګوار د پاڅون بیرغواله شوه  او د یزید او یزیدیانو  اسلام ضده دسیسې ئې ایشوا کړې  او د امام  حسین  د پاڅون فلسفه  ئې  دهمیشه لپاره  تل پاتې کړه.

حضرت زینب کبری(س) د ۶۳هجری قمری  کال د رجب په پنځلسمه نیټه وفات شوه.

د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت دنړۍ درستو پتمنو په تیره تاسو خوږو مینه  والو ته دزړه له کومې تسلیّت وائي.