هندوستان د هوايي ځواک تر ټولو ستر فیسټیوال پرانیست
د هندوستان په بنګلور ښار کې د دې هېواد د هوایي ځواک تر ټولو ستر فیسټوال پرانیستل شو چې په کې د سلو هېوادونو زیات استازو ګډون کړی وو.
هندوستان د هوايي ځواک تر ټولو ستر فیسټیوال پرانیست
د هندوستان په بنګلور ښار کې د دې هېواد د هوایي ځواک تر ټولو ستر فیسټوال پرانیستل شو چې په کې د سلو هېوادونو زیات استازو ګډون کړی وو.
د هند وزیر اعظم نریندرا مودي د یاد فیسټیوال ګډونوالو ته د وینا پر مهال وویل، په ۲۱مې پېړۍ کې یې هېواد هیڅ فرصت له لاسه ورنکړ او د ۲۰۲۴ ـ ۲۰۲۵ پورې به د ۵ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت تجهیزات وپلوري.
نوموړي زیاته کړه، هند د دفاعي محصولاتو د واردونکې په توګه شپږ چنده زیات صادرات لري او په ۲۰۲۱- ۲۰۲۲ کې د یو نیم میلیار ډالرو په ارزښت صادرات کړي.
د هندوستان لومړي وزیر هند د نړۍ لپاره د دفاعي بازار ترڅنګ احتمالي دفاعي ملګری هم وباله.