په هند کښې یوې ناوي د واده په ورځ امتحان ورکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i127950-په_هند_کښې_یوې_ناوي_د_واده_په_ورځ_امتحان_ورکړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان په جنوبي صوبې کیرالا کښې یوه ناوي د واده په ورځ د امتحان ورکولو لپاره د امتحان کوټې ته ورغلله.
(last modified 2023-02-14T04:38:49+00:00 )
Feb 14, 2023 08:56 Asia/Kabul
  • په هند کښې یوې  ناوي د واده په ورځ امتحان ورکړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان په جنوبي صوبې کیرالا کښې یوه ناوي د واده په ورځ د امتحان ورکولو لپاره د امتحان کوټې ته ورغلله.

په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې یوه ویډیو خپره شوي ده چې پکښې د هندوستان یوه ناوي د واده په جوړه کښې له خپلې کورنۍ سره یوځاې د امتحان کوټې ته ورځي.

کله چې د هندوستان دغه ناوي په پوهنځي کښې د امتحان کوټې ته ورسیدله نو هلته یې معلمانو او محصیلینو تود هرکلی وکړ.

د اینټرنیټ کارونکو د ناوي دغه کار او له زده کړې سره مینه او دلچسپۍ ډیره ستائیلي ده.