ورځپاڼې
د تهران راډیو مینه والو سلامونه او نیکې هیلې مو ومنئ، ورځپاڼو ته د کتنې له یوې بلې برخې سره مو په خدمت کښې یو.
نن د تهران کابو ټولو ورځپاڼو چین ته د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د سفر خبر ته پراخ انعکاس ورکړی دی. ابرار ورځپاڼې د ولسمشر رئیسي او د چین د ولسمشر شي جین پینګ یو ګډ انځور پخپل وړومبي مخ چاپ کړی او ورسره یې په غټو ټکو لیکلي دي: د ایران او چین ترمینځ د ملګرتیا د شلو سندونو لاسلیکیدل.
د خبر په تفصیل کښې لولو چې د ایران داسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي چې د یوه لوړروتبه پلاوي په مشرۍ چین ته په سفر تللی،د چین له لومړي وزیر لی که چیانګ سره په کتنې کې د اسلامي ایران او چین ترمینځ دسټراټژيک ګډون جامع سند داړیکو دپراختیا لپاره د دواړو هیوادونو دکلک هوډ او ارادې نښه وبلله .
داسلامی ایران ولسمشر دواړو هیوادونو د دوو سترو تمدنونو د ارزښتمنو اوتاریخی ملګرتیاؤ مخینې ته په اشارې سره دایران او چین د اړیکو په لاپراختیا اوپه مختلفوتجاري اوا قتصادي زمینو کې د دواړو هیوادونو پر مهمو موافقو ټينګار وکړ.
ابراهیم ریئسي د دواړو هیوادونو په دریځونو کې دګډ چورلیز په توګه د څو اړخیز پالنې کړچار په مهم بللو سره ، په سیمه ایزو او نړیوالو اورګانونو کې د ایران او چین دملګرتیاؤ دپیاموړتیا په اهمیت هم ټينګار وکړ.
د چین لومړي وزیر هم په دغې کتنې کې په نړۍ کې په څو اړخیز پال کړچار کې ددواړو هیوادونو دنظر یووالي او داړیکو تاریخي مخینې ته په اشارې سره ووئيل،په مختلفو موضوعګانو کې د اړیکو د پراختیا لپاره ددواړو هیوادونو رغنده خبرې اترې دوام لري.
لی که چیانګ په دوام کې د ایران چین د سټراټژيک ګډون جامع سند، د تهران او بیجینګ ترمینځ د موافقو یوه نتیجه وبلله او ددغه جامع سند د بشپړ اجرا او همداراز ددواړو هیوادونو دمناسباتو د پراختیائي بهیر د دوام لپاره ئې له تهران سره د ملګرتیا او غږملتیا په پیاوړتیا هم ټينګار وکړ.
*/*/*/
هم دغې ابرار ورځپاڼې له دغه خبر لاندې لیکلي چې امریکې چین ته د ایران د ولسمشر سفر ونه زغمه.
په خبر کښې راغلي چې د امریکې د خارجه وزارت ویاند نډ پرایس په یوې خبري غونډې کښې، د دې پوښتنې په ځواب کښې چې په بیجنګ کښې د ایران او چین د ولسمشرانو په کتنه کښې په «امریکايي ضده متحدې جبهې» باندې د بحث په هکله د ده غبرګون څه دی؟ وویل: د دغه سفر د هدف بیان خپله د دغو دواړو هیوادونو په غاړه پریږدم خو یوازې یو کُلّي ټکی وایم او هغه دا چې لږه موده مخکښې امریکې د ایران د ایټةي پروګرام په لړ کښې له چین سره د تعامل لپاره د غږملتیا ننګونه درلودله، بالکل په دې خاطر چې امریکا، چین د ځان لپاره یو چیلنج ګڼي.
پرایس زیاته کړه: له چین سره زمونږ دوه اړخیزې اړیکې پیچلې دي او ښايي چې ترټولو مهمه دوه اړخیزه اړیکه وي. دا اړیکه مختلفو اړخونه لري چې زیاتره یې سیالیز دي. ځیني اړخونه یې د اختلافي او لانجمن دي او په هم دې وجه د تعامل لارې خلاصي ساتو. البته ځینې برخې داسې هم شته چې په کښې غږملتیا او همکارۍ شته دي او مونږ په هغو کښې ګډې ګټې لرو او له چین سره ملګرتیا د امریکې په ګټه ده.
*/*/*/
د تهران چاپ جمهوري اسلامي ورځپاڼې هم چین ته د ایران د ولسمشر د سفر او دا شان د نورو ګڼو خبرونو ترڅنګ په خپل وړومبي مخ د افغانستان په هکله هم یو خبر راخیستی دی، په سرټکي کښې یې لیکلي چې یونیسف وايي: په افغانستان کښې د سخت ساړه له امله سلګونه ماشومان مړه شوي دي.
په افغانستان کې د یونیسف دفتر وایي چې تېره میاشت د دې هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د سختې یخنۍ او ناروغیو له امله سلګونه ماشومان مړه شوي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) که څه هم په خپره شوې اعلامیه کې د مړو شویو ماشومانو شمېر دقیق ندی ښودلی، خو په ډاګه کړې ده چې یاد ماشومان په تېرې جنورۍ میاشت کې مړه شوي دي.
یونیسف زیاته کړې چې دوی په تېرو څو اوونیو کې له ۱۴ زره کورنیو سره د اړینو ژمنیو توکو د پېرلو لپاره نغدي مرسته هم کړې او له شپږ زرو ډېرې ژمنۍ جامې یې وېشلې دي.
جمهوري اسلامي ورځپاڼې هم داشان لیکلي دي چې د ملګرو ملتو کارپوهانو ویلي دي: نړۍ دې د فلسطینیانو د کورونو د ویجاړیدو مخه ونیسي.
په دې خبر کښې راغلي چې د ملګرو ملتو خپلواکه کارپوهان د صهیونیسټي رژیم له خوا د فلسطینیانو د کورنو د پلان شوې ویجاړونې د بندولو په لړ کښې د نړیوالې ټولنې له خوا د یولړ اقداماتو د غوره کیدو غوښتونکي شوي دي.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرۍ دفتر په یوې خبرپاڼې کښې په دې هکله وویل: نړیواله ټولنه باید داسې تابیاوې غوره کړي چې په نیواکي لویدیځې غاړې کښې په عمدي توګه د فلسطنییانو د کورونو د ورانیدو، د کورونو د تړلو، خپل سره ځاې پرځاې کولو او په زوره د فلسطینینانو د ایستلو مخه ونیسي.
*/*/*/
او له تهرانه د چاپیدونکې کیهان ورځپاڼې د بهرنیو خبرونو یوڅو سرټکیو ته پام وکړئ.
فرانسې خبري آژانس د روژې په میاشتې کښې د فلسطین د دریمې انتفاضې د پیلیدو اټکل کړی دی.
*/*
صهیونیسټي پوځیانو د فلسطیني ځوان له ویرې په واخطایۍ کښې په یو بل ډزې کړې دي.
*/*
د امریکې پخواني اطلاعاتي چاروکي ویلي چې د نامعلومو بالونونو په هکله د امریکايي چارواکو او رسنیو وروستی شورماشور د نورسټریم چاودنې د تحقیقاتو له نتیجې څخه د خبریالانو د پام اړولو لپاره یو کوشش دی.
*/*/
او آیت ا... شیخ عیسی قاسم د بحرین د فرورۍ د څوارلسمې نیټې د انقلاب په کلیزه کښې، د بحرین د آل خلیفه رژيم د تور واقعیت د بدلولو لپاره د زمنې د تازه کولو په ضرورت باندې ټینګار وکړ.
*/*/
بهرنۍ ورځپاڼې
بهرنیو رسنیو او مطبوعاتو هم چین ته د اسلامي ایران د ولسمشر د سفر خبر ته پوره کوریج ورکړی دی چې ځینو ته یوه لنډه کتنه کوو.
د امریکا پولیټيکو خپرونې چین ته دا یران د ولسمشر سفر ته په اشارې سره ولیکل: ایران او چین د امریکا د دوو سیالانو په توګه په لازیاتو ملګرتیاؤ پسې دي.
اي بی سی امریکائي خبری چینل هم دغه سفر د دوو سیاسی او اقتصادي شریکانو په توګه د تهران او بیجینګ ترمینخ داړیکو د ژورتیا سبب بللی دی. ایسو شي ایټيډپریس خبری آژانس هم په یوې شننې کې لیکلی دي ، دغه سفر مختلف سیاسی او اقتصادي اړخونه لري او د تهران او بیجینګ د لانزدیکت سبب شي.فرانس پریس آژانس هم په دې اړه دځينو عکسونو په خپرولو سره دا سفر د دواړو هیوادونو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیالپاره یو مهم ګام وبالۀ.
په عین حال کې د د روسیې آر بی سی ټيلیویژنی چینل ویب پاڼې لیکلي دي ، بیجنګ ته د اسلامی ایران د ولسمشر سفر او د چین د ولسمشر پشمول له لوړپوړو چارواکو سره ئې لیده کاته ، له متحده ایالاتو سره د تاؤتریخوالو په اوج کې ددواړو هیوادونو ترمینځ د لاپیاوړو اړیکو ښودنه کوي.
د ویلو ده چې ایران او چین په وروستیو کلونو کې په دفاعي،اقتصادي او سیاسی زمینو کې خپلې اړیکې تر ډيره حده پراخې کړ ي دي، په ۲۰۲۱کال مارچ کې د پنځه ویشت کلن سټراټژيک سند لاسلیک کیدا ، ددغه بهیر د بشپړتیال پاره یو مهم ګام حسابیږي . دغه سند په سیاسی واقتصادي او کلتوري زمینو کې ددواړو هیوادونو د اوږدمهاله ملګرتیا لاره مشخص کوي.