د حضرت امام موسی کاظم(ع)د شهادت دکلیزې په مناسبت تسلیّت ومنئ
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د علم او عدالت درستو مینه والو ته تسلیّت وائي.
د رجب د میاشتې پنځه ویشتمه نیټه داسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصفطی(َع)د یوه پاک لمسي او د ولایت د آسمان د اوم ځلانده ستوري حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت له کلیزې سره برابره ده.
حضرت امام موسی کاظم (ع) د خپل پلار حضرت امام جعفر صادق(ع) په لوي علمي مکتب کې چې ډیری متفکرانو او پوهانو پکې شتون درلود،ګډون کاوۀ او د پلار له فضایلو څخه په استفادې سره دتقوا،استقامت،شجاعت او عدالت غوښتنې په څير په لوړو اخلاقي صفتونو کې یوه غوره بیلګه شو.
حضرت امام موسی کاظم علیه السلام د خپل پلار بزرګوار حضرت امام جعفر صادق(ع) له شهادت وروسته کابو تر پنځو دیرشو کلونو پورې دمسلمانانو امامت او رهبري په غاړه درلوده او دخپل عمر زیاتره کلونه ئې په بند او جلاوطنۍ کې تیر کړي دي.د هغه وخت عباسی خلیفه هارون الرشید چې نه ئې غوښتل خلک د حضرت امام موسی کاظم (ع) دعلم اوفضیلت له څپانده سمندره استفاده وکړي ،په یوې دسیسې کې په زندان کې هغه بزرګوار ته زهر ورکړ اوپه ۵۵کلنۍ کې ئې په ۱۸۳قمری کال کې شهید کړ.
د تهران ریډیو درست کارکونکي په دې مناسبت د علم او عدالت درستو مینه والو ته تسلیّت وائي.