فلسطین په یو نړیوال بهیر بدل شوی دی
د اهل بیتو د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل: د فلسطین مسئله په یو نړیوال بهیر بدله شوې ده
د اهل بیت علیهم السلام د نړیوالې ټولنې عمومي منشي آیت الله رضا رمضاني له قدس شریف څخه په ملاتړ کښې د ژمن هنر په نړیوال کانفرنس کښې په دې خبرې سره چې خپلو حقوقو ته د فلسطینیانو د رسیدو یوازنۍ لاره مقاومت دی، زیاته کړه: د فلسطین په اړه ترټولو منطقي خبره دا ده چې نه دي پریښودل پکار چې پردي د فلسطین په حاکمیت باندې سترګې پټې کړي.
آیت الله رمضاني وویل: دا چې یو نیواکګر رژیم د نورو خلکو خاوره نیولې ده او د نیواکي خاورې د ښځو او ماشومانو خلاف جنایتونه کوي، یو داسې تاریخي شرم او ننګ دی چې د دنیا په هیڅ ځاې کښې مخینه نه لري.
هغه څرګنده کړه: د فلسطین د ولس په نسبت ترټولو ترخه پيښه رامینځته شوې ده په داسې حال کښې چې دا خاوره مقدسه او د ابراهیمي دینونو د احترام وړ ده.
د اهل بیتو علیهم السلام د نړیوالې ټولنې عمومي منشي هم داشان وویل: نن سبا په دنیا کښې د مقاومت بهیر پراختیا موندلې ده.