روسیې د امریکا سفیر ته سخت اعتراض اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128380-روسیې_د_امریکا_سفیر_ته_سخت_اعتراض_اعلان_کړ
فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې خارجه وزارت په ماسکو کښې د امریکا سفیر د اوکراین په هکله د واشنګټن په لاسوهونکو دریځونو باندې اعتراض کښې احضار کړی او د اوکراین په هکله یې د امریکا د لاسوهنو د زیاتیدا په اړه د روسیې سخت اعتراض ورته اعلان کړی.
(last modified 2023-02-21T21:46:31+00:00 )
Feb 22, 2023 02:04 Asia/Kabul
  • روسیې د امریکا سفیر ته سخت اعتراض اعلان کړ

فارس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې خارجه وزارت په ماسکو کښې د امریکا سفیر د اوکراین په هکله د واشنګټن په لاسوهونکو دریځونو باندې اعتراض کښې احضار کړی او د اوکراین په هکله یې د امریکا د لاسوهنو د زیاتیدا په اړه د روسیې سخت اعتراض ورته اعلان کړی.

د روسیې د باندنیو چارو وزارت پرون په ماسکو کښې د امریکا د سفیر د احضارولو په هکله وویل واشنګټن باید له اوکراین څخه د امریکا د عسکرو او د وسلو د ایستلو او دغه راز د روسیې پرضد د دوښمانه فعالیتونو د بندولو په زمینه کښې اقدامات ترسره کړي.

د روسیې خارجه وزارت ته د امریکا د سفیر احضارول په داسې شرایطو کښې دي چې له دې مخکې د روسیې د ملي امنیت د شورا مرستیال دیمیتري مدودف اوکراین ته د امریکا د ولسمشر جوبایډن د تیرې دوشنبې ورځ په سفر باندې نیوکې سره ویلي دي له اوکراین څخه د لویدیځو هیوادونو چې په سر کښې یې امریکا ده  د بې حسابه او کتابه ملاتړونو دوام په دغه جنګ کښې د دوې د ښکاره لاسوهنې نښه ده.

امریکا په اوکراین کښې د جنګ په پیلیدا راهسې تراوسه کي یف ته د کاب اتو شپیتو میلیارډو ډالرو په ارزښت پوځي وسلې او تجهیزات استولي دي.

امریکا، انګلستان، فرانسه ، جرمني او نور اروپايي هیوادونه د اوکراین د جنګ اصلي عاملان دي ځکه چې دوې روسیه مجبوره کړه چې په اوکراین کښې پوځي عملیات ترسره کړي.