د لویدیځ نوی استعمار خپلواکه هیوادونه ځپي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i128716-د_لویدیځ_نوی_استعمار_خپلواکه_هیوادونه_ځپي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا سیکرټر نیکلای پاتروشیف وویل لویدیځ هیوادونه د خپلواکه هیوادونو په له مینځه وړلو سره استعمار راژوندی کوي.
(last modified 2023-02-28T03:30:39+00:00 )
Feb 28, 2023 07:47 Asia/Kabul
  • د لویدیځ نوی استعمار خپلواکه هیوادونه ځپي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د امنیت شورا سیکرټر نیکلای پاتروشیف وویل لویدیځ هیوادونه د خپلواکه هیوادونو په له مینځه وړلو سره استعمار راژوندی کوي.

هغه چې الجزایر ته تللی وویل د خپلواکه هیوادونو د له مینځه وړلو سټراتيژۍ چې لویدیځ همداس ورته مخه کړي ده د زاړو استعماري رودو له سره ژوندي کول دي.

پاتروشیف وویل د الجزایر خلک په لومړنیو ملتونو کښې راځي چې ځانونه یې د استعمار له غلامۍ ازاد کړل او په ښه ډول پوهیږي چې استعمار چې له هرې څیرې استفاده وکړي نو تل له ځان سره شر راوړي.

هغه د نولس سوه شپیتم میلادي کال په فرورۍ میاشت کښې په الجزایر کښې د فرانسې اټومي ازموینو ته په اشارې سره وویل همدا اوس د الجزایر په سلګونو زره خلک د فرانسې د لسګونو اټومي چاودونو له اغیزونو کړیږي.

د روسیې دغه لوړرتبه چارواکي ټینګار وکړ چې د لویدیځو هیوادونو سیاست افریقا او لویدیځه اسیا سیمه د دنیا په تر ټولو بې ثباته سیمو بدل کړي دي.

د روسیې د ملي امنیت شورا سیکرتر نیکلای پاتروشیف څه موده مخکې خبرداری ورکړی و چې د لویدیځ لخوا په افغانستان کښې رامینځته شوي بې ثباتۍ د نړۍ ټولو هیوادونو ته غځیدلی شي او واشنګټن نیت لري په اروپا ، لاتیني امریکا او لویدیځې اسیا سیمې کښې خپلو جیو پولیټکي ماجراجویانو ته دوام ورکړي.