ورځپاڼو ته کتنه ۱۱-۳-۹۵
د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کښې د ایران لویدیځ آذربائیجان ته د ایران د ولسمشر د سفر په اړه خبرونه ورکړی دی.
د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کښې په دې اړه ولیکل د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجت الاسلام والمسلمین ډاکټر حسن روحانی پرون لویدیځې آذربائیجان صوبې ته په خپل سفر کښې له خلقو له یوې ډېرې سترې غونډې ته په خطاب کښې وویل، د ایران امنیت او ثبات د اسلام د بېرغ، دولایت فقیه د نظام تر لاندې ، د وسله والو ځواکونو به زحمتونو، د خلقو په اتحاد او ودې سره ترلاسه شوےدے.
دایران ولسمشر له ګاونډی هېوادونو سره ښې اړیکې او د خوراکی او کرهڼیزو شیانو او د شېدو او ماستو د صادرولو لپاره د ضروری زمینو برابریدل دایران له مناسبو شرائطو وبلل او زیاته یې کړه حکومت همدا اوس په ایران کښې د ګډې پانګونې لپاره له ډیرو ګاونډی هېوادونو سره د خبرو په حال کښې دے .
-------
ورځپاڼې ولیکل، ایران او پولېنډ د سیاسی سلا مشورو یو سند لاسلیک کړ. د خبر له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزِیر ډاکټر محمد جواد ظریف چې د یو سیاسی او اقتصادی پلاوی په مشرۍ یې پولېنډ ته سفر کړے دے له خپل پولېنډی همسنګ"ویتولد واشچیکوفسکی" سره له دوه اړخیزو خبرو اترو وروسته د رسنیو په موجودګۍ کښې دغه سند لاسلیک کړ
--------
ورځپاڼې په نېټو کښې د روسیې د دائمی استازی الکزېنډر ګروشکو په حوالې سره ولیکل:روسیه اجازه نه ورکوی چې تور سمندر د ناټو په مرکز بدل شی .
-------
د اطلاعات ورځپاڼې د لیکنې له مخې د امریکې د ولسمشرۍ د انتخاباتو یو نامزد سېنډرز وویل، له ترهه ګرۍ او ترهه ګرو څخه د سعودی عربستان ملاتړ ته ډېر اندېښمن یوو.
----------
د ورخپاڼې د یو خبر مطابق په یمن کښې د دغه هېواد د انصارا... ځواکونو او سعودی تالی څټو ترمېنځ په یوه نښته کښې د انصارا...اتویشت تنه او د سعودی شل تالی څټی ووژل شول.
--------
اطلاعات ورځپاڼې د سوریې د رسنیو په نقل سره ولیکل، د دغه هېواد په قنیطره سیمه کښې د سوریې د فوځی او ولسی ځواکونو په یو لړ عملیاتو کښې شل تنه ترهه ګرو ووژل شول.
------
ورځپاڼې د بحرېن د رسنیو له قوله ولیکل د دغه هېواد محکمې په یو ظالمانه حکم کښې د دغه هېواد ستر دینی عالم شېخ سلمان په اته کاله بند محکوم کړ.
------
اطلاعات ورځپاڼې ولیکل په افغانستان کښې د طالب ډلې په حملو کښې پینځلس افغان امنیتی ځواکونه ووژل شول.
----------
ورځپاڼې د نیویارک ټائمز په نقل سره ولیکل، سعودی عربستان اسلام ته سخت زیان رسولے دے.
----
د تهران چاپ ابرار ورځپاڼې د عراقی رسنیو په نقل سره ولیکل د عراق فوځی او ولسی ځواکونه فلوجې ښار ته ننوتل او د داعش له وجوده د دغه ښار د بشپړه پاکولو کار دوام لری.
------
ورځپاڼې ولیکل،د افغانستان په شمال کښې ددغه هېواد د امنیتی ځواکونو په عملیاتو کښې نهه طالب ځواکونه ووژل شول.
-------
ورځپاڼې ولیکل د عراق پارلېمان د یوې میاشتې له کشمکشه وروسته بالاخره غونډه جوړه کړه.
-----
ابرار ورځپاڼې ولیکل، ترکیې اوۀ سوه پاکستانی پولیس روزلی دی.چ
---------
ورځپاڼې د ګلوبل ورځپاڼې په حوالې سره ولیکل د چابهار معاهده د پېکنګ لپاره هم ګټوره ده.
----
د تهران چاپ رسالت ورځپاڼې د ایران د خارجه وزیر په حوالې سره ولیکل، امریکه د برجام په اړه د خپلو ژمنو په اجرا کښې جدی نه ده.
----------
ورځپاڼې د امام خمېنی (رح) د نمسی حجت الاسلام والمسلمین سید حسن خمینی له قوله ولیکل، د اسلامی انقلاب د بقا او دوام راز په وحدت او یووالی کښې دے.
----------
رسالت ورځپاڼې د ایران د اسلامی جمهوریت د دفاعی سټراټیجک مرکز د مشر جنرل احمد وحیدی په حوالې سره ولیکل، سعودی په اسلامی بېدارۍ کښې ډېر زیات منفی کردار ادا کړ.
--------
د پاکستان چاپ جنګ ورځپاڼې ولیکل د دغه هېواد د خېبر پختونخوا صوبې په مردان ښار کښې پولیسو په یو ځان وژونکی کس باندې په ډزو سره د په پولیسو باندې د هغه حمله ناکامه کړه د ځان وژونکی کس د خودکش جاکټ په چادېدو سره هغه کس هلاک او دوه پولیس او اته عامه خلق ژوبل شول.
-----
د ورځپانې د لیکنې له مخې د اسلام آباد د ترهه ګرۍ په خلاف محکمې د عصمت جونېجو د تشدد په دوسیه کښې د تحریک انصاف د مشر عمران خان او د عوامی تحریک د مشر علامه طاهر القادری د ضمانت نه کېدونکې نیونې حکم جاری کړ.
---------
ورځپاڼې ولیکل، طالب ډلې د افغانستان په قندوز کښې له بسونو او موټرو څخه پینځه څلوېښت مسافر وتښتول.
----
جنګ ورځپاڼې ولیکل د هند په مهاراشټر کښې د وسلو په یو ډېپو کښې د اور لګېدو له امله شل فوځیان مړۀ او نولس نور ژوبل شول.
----------
ورځپاڼې ولیکل په بغداد کښې د دریو بمی چاودنو له کبله څلوریشت تنه مړۀ او اته څلوېښت ژوبل شول.
-------
د پېښور چاپ مشرق ورځپاڼې ولیکل د هند وزیراعظم نرېندرا مودی د جون په څلورمه نېټه افغانستان ته ځی.
-------
ورځپاڼې ولیکل د پاکستان د فوځ ستر قوماندان جنرل راحیل شریف د دوه ورځنی سفر لپاره ترکیې ته لاړ.
----------
کابل چاپ ورځپاڼو د نن ورځې په ګڼو کې د نورو مسایلو تر څنګ د هلمند امنیتی وضعیت او د سولې له پروسې سره د طالبانو د ملا رسول ډلې د لېوالتیا په اړه مطالب لیکلی دی.
سرنوشت خپلواکه ورځپاڼه د هلمند د ولایتی شورا د مشر په حواله لیکی چې امنیتی ځواکونه په دغه ولایت کې جګړه نشی محارولای او که مرستندویه پوځیان ور ونه لېږل شی نو سقوط به وکړی.
----------
کابل پوسټ بیا په خپلې ګڼې کې لیکلی دی وسلهوالو په یوه وخت په یوولسو سیمو کې بریدونه پیل کړی او زیاتوی چې د مرکز لښکرګاه د سقوط خبره په داسی حال کې کېږی چې لا هم خلک د کندز ښار د سقوط ترخه تجربه په ذهنونو کې لری.
------
ویسا ورځپاڼې بیا په لومړی مخ کې د بهرنیو آژانسونو په حواله لیکلی چې د طالبانو د جلا شوې ډلې مرستیال ملا عبدالمنان نیازی د خپلې ډلې یوې غونډې ته ویلی چې که څه هم دوی پر افغان حکومت باور نهلری خو حاضر دی چې پرته له کوم مخکینی شرطه مذاکره وکړی.
خو ورځپاڼه بیا د مطلب په بله برخه کې لیکی چې د ملا رسول ډله غواړی په افغانستان کې شریعت نافذ او بهرنی ځواکونه له دغه هېواده ووځی هغه غوښتنې چې د طالبانو د مخکینی مشر ملا منصور ډلې هم د سولې د مذاکراتو اساسی شرطونه بللی و.
------
نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وروستۍ ګڼه کې د افغان خبریال مجیب مشعل له قوله لیکلی چې د ملا هبت الله اخوندزاده انتخاب مذهبی هستې ته د طالبانو د بېرته ستنېدو په معنا دی. ورځپاڼه وائی چې هبت الله په یوې بېوزلې او مذهبی کورنۍ پوری تعلق لری، د ورځپاڼې له لیکنې سره سم هبت الله وروسته له دې د طالبانو مشر وټاکل شو چې د طالبانو چالاک او د مخدرو موادو د قاچاق له درکه شتمن شوے منصور ووژل شو.
--------