ورځپاڼو ته کتنه
د ایران او نړۍ د ځینو مهمو ورځپاڼو مهم خبرونه، تبصرې او مقالې
په سر کښې د تهران چاپ جوان ورځپاڼه راخلو چې په خپل یو سرټکي کښې یې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر دا خبره راخیستې ده چې وايي: که د هټلر زوی صدراعظم شي نو څنګه به وي؟
په خبر کښې لولو چې حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د شورا په دوه پنځوسمه غونډه کښې د ګډون په موخه جنیوا ته د سفر په دوران کښې، د خبریالانو د پوښتنو په ځوابونو کښې په دغې غونډې کښې د ایران دریځونه تشریح کړل او په ایران کښې وروستیو غلبلیو ته په اشارې سره یې وویل: دښمنانو په دې وروستیو میاشتو کښې ډیره هڅه وکړه چې په ایران کښې له رامینځته شوې موضوع څخه زیات نه زیاته ناوړه استفاده وکړي او په ایران کښې د غلبلیو. ناامنۍ او بې ثباتۍ په لټه کښې وو.
هغه په وروستۍ غونډه کښې د ایراني ټیم شتون ته په اشارې سره هم وویل: له دغه فرصت څخه د حقیقتونو د وضاحت لپاره استفاده وشوه.
د ایران دغه جګ پوړي ډیپلماټ په دوام کښې د خپل وروستي سفر په دوران کښې پراخو ملاقاتونو او په کښې مطرح شویو مطالبو ته اشاره وکړه او په ځانګړې توګه یې د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره خپلې کتنه او د بندیزونو د ختمیدو په هکله بحثونه یې یاد کړل او ویې ویل چې د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس مشر رالائل ګروسي به په راتلونکو ورځو کښې ایران ته سفر وکړي.
امیر عبداللهیان د (ترهګرۍ وینځلوterrorism laundering) د عبارت په هکله چې هغه ورته د دوشنبې ورځې په وینا کښې اشاره کړې وه، داسې وضاحت وکړ: د ایران د ولس دښمنانو ډیر کوشش وکړي چې د ایران له اسلامي جمهوریت او حتی له ایران څخه مشروعیت او رواوالی ختم کړي او یو بل کار هم چې ترسره شو، دا و چې ترهګر ووینځي او ورڅخه یوه نوې څیره جوړه کړي. ما له اروپايي خارجه وزیرانو او ښاغلي ګوترش سره په خبرو کښې وویل چې که هټلر زوی درلود نو آیا نن جرمنیانو منله چې هغه د جرمني صدرِ اعظم شي؟
*/*/*/*/
له تهرانه چاپیدونکې اطلاعات ورځپاڼه راخلو چې په وړومبي مخ یې د ایران د هوايي ځواکونو مانورې ته په اشارې سره په غټو ټکیو لیکلي دي: د ولایت د اسمان د مدافعانو په مانوره کښې د هیواد د مهمو او حساسو مرکزونو د دفاع مشق کیږي.
د دې خبر په ځینو مهمو برخو کښې راغلي چې د هیواد د دافع هوا مانورې ویاند امیر رحیمزاده وویل چې د دافع هوا د خوندي برخو په جوړیدو سره د هیواد له حساستو تاسیساتو د ساتنې پوره چمتووالی ترلاسه شوی دی.
د روان ۱۴۰۱ کال د «مدافعانِ آسمانِ ولایت» د ګډو پوځي مشقونو په دوران کښې د دافع هوا د توغندوي سیسټمونو تر ځمکې لاندې تونلونو او ځالو مخکتنه وشوه.
په دغې مانورې کښې د پوځ د دافع هوا ځواک «د غبرګولي د پنځلسمې» او د سپاه د هوايي ځواک «د غبرګولي د دریمې» په نامو ځايي سیټمونو د متوسط لوړوالي برید کونکي اهداف وویشتل.
د مانورې په دوران کښې د سپاه د هوايي ځواک «دزفول» او د پوځ د دافع هوا ځواک «مجید» نومې دفاعي سیټمونو هم توغول شوي کروز توغندي په بریمنه توګه ویجاړ کړل.
*/*
هم دغې اطلاعات ورځپاڼې په یو بل سرټکي کښې د سیمې په سمندرونو کښې د فارس خلیج د څنډې د عربانو او د امریکې د ګډې سمندري مانورې خبر ته انعکاس ورکړی دی.
په خبر کښې راغلي چې امریکې د فارس خلیج د غاړې د عرب هیوادونو په شمولو له ۵۰ نورو هیوادونو سره یوځاې د سیمې په سمندرونو کښې یوه ستره سمندري مانوره پیل کړې ده.
دغه ستر سمندري مشقونه د ۷ زره ځواکونو او ۳۵ پوځي کشتبو په ګډون، روان دي.
*/*
او د تهران ورځپاڼو په پاې کښې د کیهان ورځپاڼې ځینو بهرنیو خبرونو ته یوه ځغلنده کتنه کوو چې په دا ډول دي: د صهیونیسټي رژیم د پوځ لوې درستیز وايي، د اسرائیلو پوځ په ټوټې کیدو او ماتیدو دی.
خبر زیاتوي: په تل ابیب کښې کورني اختلافات دومره زیات شوي دي اوس صهیوینسټي رژيم زیاتره چارواکي د دغه رژيم د پوځ او پولیسو د سره پاشل کیدو ویره څرګندوي او په جلاجلا پروګرامونو کښې د پوځ د ماتیدو په هکله خبرداري ورکوي.
*/*
اخوا د لبنان د حزب ا... د عمومي منشي مرستیال په لبنان کښې په امریکې او صهیونیسټي رژيم پورې پیئلو ځینو لورو د ګډوډي غواړو او مذهبي فتنه اچوونکو اقداماتو په هکله خبرداری ورکړ.
*/*/*
د انګلستان د درملنې نظام د کسانو او سټاف له دومره کمي سره مخامخ دی چې له امله یې ۲۳ زره ناروغان مړه شوي دي.
*/*
د سپينې ماڼۍ پخواني ډاکټر په دې هکله د ولسمشرۍ دفتر تازه ادعا چې د بایډن ذهني حالت بیخي صحیح دی، خندونکې وبلله او له ټوقو سره یې تشبیه کړه. هغه دا هم وویل چې بایډن په وخت صحیح نه پوهیږي او دا د امریکې د خلکو او د دغه هیواد د امنیت لپاره خطرناک دي.
*/
د آل خلیفه ظالم رژیم د شیعه مسلمانانو په قبرونو هم رحم ونه کړ او په خپلو فرقه پالو سیاستونو سره د هغوي موقوفات او ادیرې نیسي.
*/*/*/
او د بشري حقوقو یو سازمان ویلي دي چې د عربستان عمومي څارنوالۍ د لسو قاضیانو د اعدام کیدو غوښتنه کړې ده. د دغو قاضیانو جرم ته هیڅ اشاره نه ده شوې خویوازې د «ستر خیانت» کلمه کارول شوې ده.
*/*/*/*
بهرنۍ ورځپاڼې
یو شمېر نړیوالو چاپي خپرونو په کابل کې د طالبانو له لوري د داعش وسلهوالو د وژلو په اړه مطالب خپاره کړې دي.
سټارز ایڼد سټرایپس:
سټارز ایڼد سټرایپس خپرونه چې د امریکا د دفاع وزارت مربوط ده، لیکي چې په کابل کې د یکشنبې د شپې له لوري د طالبانو د عملیاتو په ترڅ کې قاري فاتح د داعش د استخباراتو رئیس ووژل شو.
خپرونې په دې اړه د طالبانو د حکومت د ویاند ذبیحالله مجاهد په وینا خبر خپور کړی دی.
د اسلامي دولت مربوط یوې خبرې سرچینې هم دا تایید کړې ده چې، قاري فاتح وژل شوی دی.
سټارز ایڼد سټرایپس لیکي، د فبروري په لومړیو کې هم د طالبانو د عملیاتو پر مهال د داعش درې غړي د دوی د یوه مهم مشر اعجاز امین اهنګر په شمول وژل شوي دي.
خپرونه وړاندې لیکي چې طالبانو د جنوري په میاشت کې هم په کابل کې د داعش پر یوه ځالې عملیات وکړل چې هغه مهال د داعش اته تنه ووژل شول او نهه تنه یې ونیول شول.
دې ورځپاڼې بیا پر شیعهو بریدونو ته اشاره کړې ده، په کابل کې یې د چینایانو پر هوتل د حملې مساله یاده کړې ده، همدا راز یې د پاکستان د سفارت ترڅنګ برید ته او څو نورو حملو ته اشارې کړې دي چې، د دې ټولو مسوولیت داعش منلی دی.
*/*/
واشنګټن ایګزامینر:
واشنګټن ایګزامینر او څو نورو غربي چاپي خپرونو بیا د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا د سرمفتش د دفتر یا سیګار تازه راپور ته توجه کړې ده.
په دې راپور کې راغلې دي چې، د افغانستان د حکومت او پوځ د سقوط علت د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ، د دغه هېواد د اوسني ولسمشر جو بایډن او د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني پرېکړې وې.
واشنګټن ایګزامینر لیکي چې، سیګار شپږو مسایلو ته په خپل راپور کې اشاره کوي چې د کابل د حکومت د سقوط باعث شوې دي.
لومړی د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې له لورې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د موافقې لاسلیک، دوهم تر دې موافقې وروسته د هوا له لارې د افغان ځواکونو د ملاتړ درېدل، درېیم د ولسشمر بایډن په امر د افغانستان د پوځ د الوتکو او هليکوپترو د ترمیم د چارو درېدل ښودل شوي.
دغه راز څلورم لامل د پخواني ولسمشر اشرف غني له لوري د افغان پوځ سیاسي کېدل، پنځم د بهرنیو نظامي سلاکارانو او روزونکو ژر بدلېدل چې د افغان پوځیانو د روزلو چارې یې ټکنۍ کړې او شپږم د افغان پوځ او پولیسو په لیکو کې پراخ فساد چې لویه تشه یې رامنځته کړه او د دوی موثریت یې اغېزمن کړ.
*/*/*/*