په امریکا کې یوه الوتکه نسکوره شوې
په نیویارک ښار کې د الوتکې د نسکورېدو له امله یو تن وژل شوی دی.
د مهر خبري آژانس د راپور له مخې، د امریکا د هوايي چلند فدرالي ادارې اعلان کړی چې د نیویارک ښار په لانګ ټاپو کې د یوې الوتکې د لوېدو په پایله کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د امریکا د فدرال هوايي چلند ادارې په وینا، دا PA28 واحد انجن جنګي الوتکه په نیویارک ښار کې " ریپابلیک هوايي ډګر" ته د نږدې کېدو په وخت کې نسکوره شوې ده.
د نیواډا ایالت د سیمه ایز عاجل طبي خدماتو سازمان پورې اړوند د هوایي ژغورنې اډې په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې د ژغورنې الوتکه د دې ایالت په لوېدیځ کې د سټیجکوچ Stagecoach سیمې ته نږدې نسکوره شوه.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې پېښه کې د الوتکې پیلوټ، نرس، د الوتکې مرستندویه، ناروغ او د هغه د ملګري په ګډون د الوتکې ټول پنځه تنه مسافر مړه شوي دي.