امریکايي چارواکي په افغانستان کې ناکامي مني
د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یوې لوېدیځې رسنۍ سره په مرکه کې اعتراف کړی چې افغانستان د امریکایانو لپاره سرخوږی و، له همدې امله یې له سر درده ځان خلاص کړ.
د سیاسي چارو کارپوهان وايي چې د افغانستان له شل کلن نیواک وروسته اوس امریکايي چارواکي اعتراف کوي چې دوی په افغانستان کې ناکام شوي، په دې توګه دوی له هغه درده خلاص شول چې افغانانو ته یې پیدا کړی و.
افغان غږ خبری آژانس وایی د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد له یوې لوېدیځې رسنۍ سره په مرکه کې اعتراف کړی چې افغانستان د امریکایانو لپاره سرخوږی و، له همدې امله یې له سر درده ځان خلاص کړ.
د سیاسي چارو کارپوه محمد رامین احمدزي له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې امریکايي چارواکي د افغانستان له شل کلن اشغال وروسته اوس اعتراف کوي چې دوی په دغه هېواد کې دوه ګونی ناکامي ګاللې او پر همدې اساس یې له زندانه ازاد کړل.
هغه په افغانستان د امریکا حمله د دغه هیواد په تاریخ کښې یوه ستره غلطه تګلاره وبلله او زیاته یې کړه: کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کال کښې په افغانستان قبضه وکړه نو د هغو اسانتیاو په لرلو سره یې د ناکامۍ په فکر کښې نه وو. احمدزي زیاته کړه: په افغانستان کې د امریکا ناکامي د دې لامل شوې چې د نړۍ مشران پر امریکا باور ونه کړي، ځکه امریکایان پر خپلو ژمنو ولاړ نه دي.
په ورته وخت کې د پوهنتون استاد ارشاد وفايي هم له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي، چې امریکايي پوځیان له افغانستانه په بزدلانه ډول وتلي او د عسکرو او ښاریزو د ایستلو لپاره د طالبانواجازې ته اړتیا لري.
وفايي زياته کړه، چې امريکا په افغانستان کې له ماتې وروسته خپل غرور له لاسه ورکړ او که شوروي اتحاد ړنګ شو، داسې ښکاري چې اوس د امريکا د ړنګېدو موسم دى.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د امریکايي ځواکونو د لوی درستیز جنرال مارک میلي له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د ماموریت په اړه دا یوه ستراتیژیکه ناکامي بللې وه.