چین په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129532-چین_په_منځني_ختیځ_کې_د_سولې_او_ثبات_غوښتونکی_دی
په ایران کې د چین سفیر وايي: بېجینګ تل د منځني ختیځ د سیمې په ګډون په نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتونکی دی.
(last modified 2023-03-15T04:15:11+00:00 )
Mar 15, 2023 08:40 Asia/Kabul
  • چین په منځني ختیځ کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی

په ایران کې د چین سفیر وايي: بېجینګ تل د منځني ختیځ د سیمې په ګډون په نړۍ کې د سولې او ثبات د ټینګښت غوښتونکی دی.

په ایران کې د چین سفیر چانګ هوا د چهارشنبې په ورځ ایرنا خبري آژانس ته په یوه ځانګړې لیکنه کې د چین په کوربه توب د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان ترمنځ وروستۍ هوکړې ته په اشارې سره ولیکل: دا د سیمې لپاره یوه مهمه بریا ده په داسې وخت کې چې نړۍ له ډېرو ګډوډیو سره مخ ده.

په دې يادښت کې د چين سفير وويل: بېجينګ په منځني ختيځ کې شخصي ګټې نه لري او د منځني ختيځ د ټولو هېوادونو دريځ ته درناوی کوي.

چانګ هوا د بېجينګ په کوربه توب د ايران او سعودي عربستان تر منځ د وروستۍ هوکړې په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وويل: چين په پرلپسې توګه د منځني ختيځ له خلکو سره په خپلواکه توګه د پرمختګ د لارو چارو د لټولو لپاره په دوامداره توګه ملاتړ کړی او د منځني ختيځ د هېوادونو د ستراتيژيکي خپلواکۍ د ټينګښت، د يووالي او پياوړتيا په برخه کې له همغږۍ، د بهرنیو لاسوهنو څخه له خلاصون، او په سیمه کې د سولې او امنیت او تلپاتې ثبات د ګډ پرمختګ ملاتړ کوي.

هغه زياته کړه: چين تل د امنيت او ثبات د ټينګښت، د پرمختګ او سمسورتيا په برخه کې د همکارۍ او د منځني ختيځ د يووالي او ځان پرمختګ د پياوړتيا غوښتونکی دی.