د اوکراین پرضد جنګ د انسانانو ژوند ته بې احترامۍ ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129584-د_اوکراین_پرضد_جنګ_د_انسانانو_ژوند_ته_بې_احترامۍ_ده
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د اوکراین په خاوره کښې د روسیې عملیات د انسانانو ژوند ته د روسیې د ولسمشر او د پوځ بې احترامۍ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین پرضد د روسیې جنګ د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ګڼل کیږي.
(last modified 2023-03-15T23:16:10+00:00 )
Mar 16, 2023 00:50 Asia/Kabul
  • د اوکراین پرضد جنګ د انسانانو ژوند ته بې احترامۍ ده

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي د اوکراین په خاوره کښې د روسیې عملیات د انسانانو ژوند ته د روسیې د ولسمشر او د پوځ بې احترامۍ وبلله او ټینګار یې وکړ چې د اوکراین پرضد د روسیې جنګ د نړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزۍ ګڼل کیږي.

د اوکراین پرضد د روسیې جنګ د تیر میلادي کال د فرورۍ د میاشتې په څلرویشتمه نیټه پیل شوی او امریکا او اروپايي هیوادونو تراوسه په دغه جنګ کښې د اوکراین پراخ پوځي ، استخباراتي او لاجیسټیکي او وسله وال ملاتړونه کړي دي.

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان ویلي دي چې واشنګټن تراوسه اوکراین ته څه د پاسه درې دیرش میلیارډه ډالره پوځي مرستې استولي دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک میلي ادعا وکړه چې د باخموت سیمې  جګړې د روسیې عسکرو ته زیات  ځاني تلفات اړولي دي.

هغه یوځل بیا ایران روسیې ته د بې پایلوټه الوتکو په استولو تورن کړ او ویې ویل چې ماسکو د ایران له جوړو  بې پایلوټه الوتکو د اوکراین په خلکو کښې د ویرې او د رعب د رامینځته کولو لپاره استفاده کوي.

ایران په ځلونو د امریکا چټي او له دروغو ډکې ادعاګانې په کلکه رد کړي دي او هغه یې د تهران پرضد د پروپاګنډو د کمپاین برخه بللي دي.