نهه هیوادونه اوکراین ته ګڼ شمیر ټانکونه ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129586-نهه_هیوادونه_اوکراین_ته_ګڼ_شمیر_ټانکونه_ورکوي
ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین وویل نهه هیوادونه ژمن شوي دي چې اوکراین ته یوسل پنځوس لئوپرډ ټانکونه واستوي.
(last modified 2023-03-15T23:16:32+00:00 )
Mar 16, 2023 00:59 Asia/Kabul
  • نهه هیوادونه اوکراین ته ګڼ شمیر ټانکونه ورکوي

ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د امریکا دفاع وزیر لویډ اسټین وویل نهه هیوادونه ژمن شوي دي چې اوکراین ته یوسل پنځوس لئوپرډ ټانکونه واستوي.

هغه پرون له اوکراین سره د پوځي مرستې په هکله له تماس ډلې سره په ویډیويي کانفرنس کښې وویل د هغو هیوادونو ائتلاف چې اوکراین ته به لئوپرډ ټانکونه واستوي د ستریدا په حال کښې دی او تراوسه نهو هیوادونو ژمنه کړي ده چې اوکراین ته څه د پاسه یوسل پنځوس لئوپرډ ټانکونه واستوي.

د امریکا دفاع وزیر وویل نورو هیوادونو هم اوکراین ته  لنډ واټنه دفاعي سیسټمونه استولي دي.

هغه دغه راز اوکراین ته د هوايي دفاعي سیسټمونو او د مهماتو د استولو د زیاتیدا غوښتنه وکړه.

د امریکا د ډیموکراټ او د ریپبلیکن ګوندونو د مشرانو جرګي اتو غړیو دفاع وزیر لویډ اسټین ته په یوه لیک کښې له هغه وغوښتل چې کي یف ته د ایف شپاړس جنګي الوتکو په ورکولو سره د جنګ په میدان کښې لوبه د اوکراین په ګټه بدله کړي.