روسیې د ایران او د عربستان د موافقې هرکلی وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129814-روسیې_د_ایران_او_د_عربستان_د_موافقې_هرکلی_وکړ
فارس خبري اژانس راپور ورکړی په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د ډيپلوماټیکو اړیکو د احیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د موافقې هرکلی وکړ.
(last modified 2023-03-20T04:41:39+00:00 )
Mar 20, 2023 09:07 Asia/Kabul
  • روسیې د ایران او د عربستان د موافقې هرکلی وکړ

فارس خبري اژانس راپور ورکړی په ویانا کښې دیره په نړیوالو ادارو کښې د روسیې استازي میخائیل اولیانوف د ډيپلوماټیکو اړیکو د احیا لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان د موافقې هرکلی وکړ.

هغه نن سهار وویل د اړیکو د له سره ټینګولو لپاره د ایران او د سعودي عربستان موافقه په لویدیځې اسیا سیمې او نړۍ کښې سټراټيژیک اهمیت لري.

په عین حال کښې د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بورل هم نن د ایران د اسلامي جمهوریت او د سعودي عربستان موافقې ته په اشارې سره وویل دا ښه خبر دی او د تهران او د ریاض د اړیکو له سره ټینګول د سیمې له ثبات سره مرسته کوي.

د ایران او د سعودي عربستان د موافقې پراساس د دواړو هیوادونو خارجه وزیران به  له یوبل سره په کتنې سربیره په کابو دوو میاشتو کښې د سفیرانو د تبادلې او د سفارتونو د بیرته پرانیستلو اجرايي زمینې او دغه راز نورو ضروري اقدامات ترسره کړي.