Mar 21, 2023 05:07 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر خپلو لاسوهنو ته دوام ورکړی

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا ولسمشر جوبایډن د نوروز اختر په مناسبت د ایران پرضد د دوه ګوڼه سیاستونو په دوام کښې یوځل بیا د ایران په کورنیو چارو کښې په لاسوهنې او د ادعاګانو په تکرارولو سره د واشنګټن لخوا د ایران پرضد بایکاټونو ته له کوچنۍ اشارې پرته د ایران د خلکو د ملاتړ کولو ادعا وکړه.

جوبایډن پرون د نوي هجري لمریز کال (۱۴۰۲) له رارسیدا مخکې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن د دوه ګوڼه کړچارونو او د سیاستونو په دوام کښې ادعا وکړه امریکا به د هغو ټولو ایرانیانو چې په خپل اعتقاد او شجاعت سره نړۍ ته الهام وربخښي ملاتړ ته دوام ورکړي.

د امریکا حکومت د لویدیځ بلاک د سرغنې په توګه نه یوازې د ایران پرضد ډول ډول بندیزونه لګولي دي بلکې په ایران کښې د ناامنیو په زیاتیدا کښې یې  رول لرلی او د ایران د نور نا امنه کولو لپاره یې خپلې ټولې هڅې ترسره کړي دي او ترهګرو ډلو ته یې پوځي روزنې او وسلې هم ورکړي دي.

 

ټیګونه