د داعش له خوا ۷ سوري وګړي وژل شوي دي
Mar 24, 2023 08:32 Asia/Kabul
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې اعلان کړی چې داعش ترهګرو د حماه په سیمه کې ۷ تنه سوري ولسي وګړي وژلي دي.
د سوریې بشري حقونو د څار ویب پاڼې د راپور له مخې، دغه سازمان همدارنګه په حلب کې د سوریې د پوځ او وسله والو ترمنځ له نښتې خبر ورکړ او زیاته یې کړه چې په دغو نښتو کې د دمشق حکومت د مخالفو وسله والو لس تنه وژل شوي دي.
د دغه راپور له مخې، دغه کسان په سوريه کې د القاعدې د پخوانۍ څانګې د هيأت التحرير الشام غړي دي، چې د سوريې په شمال کې په حلب ولايت کې له پوځ سره په نښته کې ووژل شول.
ټیګونه