روسیې د اوکراین اتلس بې پایلوټه الوتکې غورځولي دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i129990-روسیې_د_اوکراین_اتلس_بې_پایلوټه_الوتکې_غورځولي_دي
تاس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د ماسکو د دافع هوا په پوځي عملیاتو کښې د اوکراین د اتلسو بې پایلوټه الوتکو د نسکوریدا خبر ورکړ.
(last modified 2023-03-24T21:24:54+00:00 )
Mar 25, 2023 01:52 Asia/Kabul
  • روسیې د اوکراین اتلس بې پایلوټه الوتکې غورځولي دي

تاس خبري اژانس راپور راکړی د روسیې د دفاع وزارت ویاند ایګور کوناشنکوف په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې د ماسکو د دافع هوا په پوځي عملیاتو کښې د اوکراین د اتلسو بې پایلوټه الوتکو د نسکوریدا خبر ورکړ.

هغه وویل د روسیې دافع هوا ځواکونو په تیرو څلرویشتو ساعتونو کښې په ځانګړیو پوځي عملیاتو کښې په لوهانسک او دونتسک سیمو کښې د اوکراین اتلس بې پایلوټه الوتکې نسکورې کړي او د اوکراین د وسله والو ځواکونو د دریو هیمارس توغندیو مخه یې ونیوله.

ایګور کوناشنکوف وویل په اوکراین کښې د روسیې په پوځي عملیاتو کښې د اوکراین څه د پاسه څلویښت پوځيان وژل شوي هم دي.

امریکا او اروپايي هیوادونه اوکراین ته ډول ډول پرمختللي وسلې او تجهیزات استوي چې دغه جنګ نور هم اوږد کړي او روسیه کمزوري کړي.

اروپايي هیوادونو او امریکا دغه راز د نړۍ له ډیرو هیوادونو ټروریسټان اوکراین ته استولي دي چې هلته د روسیې د عسکرو پرضد وجنګیږي.