د ښځو له حضوره پرته افغانستان پرمختګ نشي کولای
د افغانستان لپاره د امریکا پراختیايي ادارې یو ځل بیا په افغانستان کې پر کار د ښځو د ګمارلو غوښتنه کړې ده.
د سپوږمۍ راډیو د خبر له مخې، دې ادارې ډاډ ورکړی چې په افغانستان کې له ښځو په ځانګړې توګه متشبثو ښځو ملاتړ کوي او افغانستان د ښځو له حضور پرته نه شي کولای پراختیایي پرمختګ ولري.
ورته مهال یو شمېر ښځې له مرستندویه بنسټونو غواړې چې په بېلابېلو برخو کې یې ملاتړ وکړي. له دې سره، د کروندګرو ښځو ټولنه وایي، اوسمهال په افغانستان کې د ښځو د سوداګرۍ د ودې لپاره اړتیا ده چې له هغوی ملاتړ وشي.
بل پلو، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې د متشبثو ښځو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي او د د طالبانو له بیا راتګ وروسته پر ښځو د کار شپږ سوه جوازونه وېشل شوي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، اوسمهال سوداګرې ښځې د لاسي صنایعو، کرنې، روغتیا، خدمتونو، صنعت او کانونو په برخو کې فعالیت لري.