د روسیې په سنت پټرزبورګ کې چاودنه شوې
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130534-د_روسیې_په_سنت_پټرزبورګ_کې_چاودنه_شوې
د روسیې په سنت پټرزبورګ ښار کې په یوه کافی شاپ کې د چاودنې د امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
(last modified 2023-04-02T23:41:07+00:00 )
Apr 03, 2023 04:09 Asia/Kabul
  • د روسیې په سنت پټرزبورګ کې چاودنه شوې

د روسیې په سنت پټرزبورګ ښار کې په یوه کافی شاپ کې د چاودنې د امله ګڼ شمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د تاس له راپور سره سم، په یاده چاودنه کې کابو ۷ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

په چاودنه کې یو وتلی روس ژورنالیست ولادلن تاتارسکي هم وژل شوی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره شوې ده چي په کښې دغه روس ژورنالیست ته ورکړل شوې تحفه چاودنه کوي.