یوه هندي سړي مسافر وړونکي اورګاډي ته اور واچاوه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130562-یوه_هندي_سړي_مسافر_وړونکي_اورګاډي_ته_اور_واچاوه
په هند کې یوه سړي پر یوه مسافر د تیلو په شیندلو سره، د حرکت په حال کې مسافر وړونکي اورګاډي ته اور واچاوه.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Apr 03, 2023 09:34 Asia/Kabul
  • یوه هندي سړي مسافر وړونکي اورګاډي ته اور واچاوه

په هند کې یوه سړي پر یوه مسافر د تیلو په شیندلو سره، د حرکت په حال کې مسافر وړونکي اورګاډي ته اور واچاوه.

له نوي ډهلي څخه زموږ د خبریال د خبر له مخې، دغه پېښه تېره شپه د کرالا ایالت د آلاپوزا – کانور پر لاره رامنځته شوې ده.

په هغه ډبه کې چې هندي وګړي اور ورته کړی و، درې کسان وژل شوي او اته نور ټپیان شوي دي.

د دې پېښې نور جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو پولیس او عدلي او قضايي کارپوهان هڅه کوي، چې د پېښې په ځانګړي ډول د بریدګر انګېزه معلومه کړي.