نړیوالې ایټمي خبرې اترې باید کامیابې شي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130788-نړیوالې_ایټمي_خبرې_اترې_باید_کامیابې_شي
د چین او فرانسې په ګډې اعلامیې کې ټينګار شوی ، فرانسه او چین  د ایران دایټمی موضوع دحل لباره  دسیاسی  اوډيپلوماټيک حل لارې پر موندلو کلک هوډ لري.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Apr 08, 2023 01:18 Asia/Kabul
  • نړیوالې ایټمي خبرې اترې باید کامیابې شي

د چین او فرانسې په ګډې اعلامیې کې ټينګار شوی ، فرانسه او چین  د ایران دایټمی موضوع دحل لباره  دسیاسی  اوډيپلوماټيک حل لارې پر موندلو کلک هوډ لري.

دچین او فرانسې ولسمشرانو په یوې ګډې اعلامیې کې د ایران په ضد دبندیزونو دختمولو لپاره دډيپلوماټيکو او سیاسی خبرواترو بشبړ ملاتړ وشو. ایرنا خبري آژانس د الیزه ماڼۍ د ویب سایټ له قوله راپور راکړ، چین او فرانسې په بیجینګ کې د چین د ولسمشر شي جین پینګ او  د فرانسې دولسمشر آمانوئل ماکرون له لیدو کاتو وروسته په یوې ګډې اعلامیې کې  اعلان کړیدی . په ۲۰۱۵کال کې  دجامعې نړیوالې ایټمی موافقې لاسلیک کیدا  د څو اړخیزې ډيپلوماسۍ په حوزې کې یوه مهمه بریا وه.

په دغې اعلامیې کې ټينګار شوی ، فرانسه او چین  د ایران دایټمی موضوع دحل لباره  دسیاسی  اوډيپلوماټيک حل لارې پر موندلو کلک هوډ لري.

د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون په درې ورځني سفر دچارشنبې په مازدیګر چین ته سفر کړی دی.

په ویانا کې د  میاشتو میاشتو خبرواترو ثابته کړې ده چې سپينه ماڼۍ دداخلی مشکلاتو او د صهونیسټ رژيم ددباؤنوپه دلیل  جامعې نړیوالې ایټمي موافقې ته د بیرته ستنیدا لپاره د فیصلې قدرت نه لري او له دې پلوه  ئې د ایران په ضد جوړو شوو الټي میټمونو ټاکلو او د ګرَمې پر نورو د اچولو تاکتیک ته مخه کړې ده.

د ۴+۱ډلې د تقریبا ټولو هیوادونو په اتفاق سره درست لوري د خبرواترو د زر  جمع بندۍ  غوښته کوي، خو  نهائي موافقې ته رسیدا د باقي پاتې څو مهمو اواساسی موضوعګانو په باب دامریکا سیاسی فیصلې په تمه ده.