د سمڅو وسیدونکو خلکو هم نشې کولې
زمونږ خبریال راپور راکړی په غارونو او سمڅو کښې لرغونو وسیدونکو خلکو هم نشې کولې او سائینس پوهانو دغه چاره له قبرونو څخه په موندل شویو نښو کښې معلومه کړي ده.
د اسپانیا هیواد سائینس پوهانو په یوه تحقیقاتي راپور کښې ایشوا کړي ده چې انسان او نشه له لرغوني وخت راهسې له یوبل سره یوځاې روانه ده او زیاتوي چې په غارونو او سمڅو کښې وسیدونکو خلکو هم نشه ئیز توکي استعمالول او دغه نښې له قبرونو څخه موندل شوي.
ویل کیږي چې د اسپانیا په یوې جزیرې کښې ساینس پوهانو په یوه لرغوني او زاړه غار او سمڅې کښې داسې نښې نښانې پیدا کړي دي چې ترې معلومیږي هلته زرګونو کلونو مخکې وسیدنکو هم نشه ئیز بوټي استعمالول.
په دغه غار کښې دوه سوه قبرونه کشف شوي دي چیرې چې د موجودو مړیو له هډوکو سره یوځاې نشه ئیز مواد ملاو شوي دي.
ساینس پوهانو وویل چې دغه غار کابو شپږ سوه او اته سوه کاله مخکې د مړیو د وروستیو مراسمو او د قبرستان لپاره استعمالیده.