فرانسې په اوکراین کښې پوځي شتون رد کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i130932-فرانسې_په_اوکراین_کښې_پوځي_شتون_رد_کړ
زمونږ خبریال راپور راکړی د فرانسې د دفاع وزارت ویاند «سباسټین لکورنو» له روسیې سره په جنګ کښې په اوکراین کښې د پاریس د ځواکونو شتون رد کړ.
(last modified 2023-04-09T21:53:37+00:00 )
Apr 10, 2023 02:09 Asia/Kabul
  • فرانسې په اوکراین کښې پوځي شتون رد کړ

زمونږ خبریال راپور راکړی د فرانسې د دفاع وزارت ویاند «سباسټین لکورنو» له روسیې سره په جنګ کښې په اوکراین کښې د پاریس د ځواکونو شتون رد کړ.

د امریکا دفاع وزارت پینټاګان په یوشمیر ایشوا شویو سندونو کښې ادعا کړي ده چې د فرانسې ځواکونه د اوکراین له عسکرو سره یوځاې د روسیې پرضد په جنګ بوخت دي.

د فرانسې د دفاع وزارت ویاند «سباسټین لکورنو»  وویل چې د فرانسې هیڅ ځواکونه په اوکراین کښې د روسیې پرضد جنګ نه دي بوخت.

د امریکا د  دفاع وزارت پینټاګان په پټو سندونو کښې ویل شوي دي چې د ناټو د متحدانو ، فرانسې ، امریکا، بریتانیا او د لیتوانیا هیوادونو یو کم شمیر ځواکونه په اوکراین کښې د روسیې پرضد په جنګ بوخت دي.

بل خبر دا چې په اوکراین کښې د جرمني یو پخوانی  حکومتي عسکر وژل شوی دی.