د فلسطین مسئله د نړۍ د ټولو پتمنو ګډه مسئله ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131200-د_فلسطین_مسئله_د_نړۍ_د_ټولو_پتمنو_ګډه_مسئله_ده
د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل: نن سبا د فلسطین مسئله یوه سیمه ایزه، عربي او حتی د اسلامي نړۍ مسئله نه ده پاتې بلکې د نړۍ د ټولو پتمنو خلکو ګډه مسئله ده
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Apr 14, 2023 04:02 Asia/Kabul
  • د فلسطین مسئله د نړۍ د ټولو پتمنو ګډه مسئله ده

د اسلامي بیدارۍ د نړیوالې ټولنې عمومي منشي وویل: نن سبا د فلسطین مسئله یوه سیمه ایزه، عربي او حتی د اسلامي نړۍ مسئله نه ده پاتې بلکې د نړۍ د ټولو پتمنو خلکو ګډه مسئله ده

د ایرنا د خبر له مخې، علي اکبر ولایتي تیر ماښام د قدس د نړیوالې ورځې په مناسبت د یوې خبرپاڼې په خپرولو او د قدس د ورځې په لاریون کښې ګډون ته د ایران د غیرتي خلکو په رابللو سره ټینګار وکړ: نن سبا د فلسطین مسئله یوه سیمه ایزه، عربي او حتی د اسلامي نړۍ مسئله نه ده پاتې بلکې د نړۍ د ټولو ازادي غواړو او پتمنانو ګډه مسئله ده.

په دغې بیانیې کښې راغلي دي: نړۍ د رمضان المبارک د مبارکې میاشتې په وروستۍ جمعې د اسلامي امت او د آزادي غواړو د یو موټي خوځښت کتونکې وي، د هغه خوځښت چې د امام خمیني(رح) په وخت پیژندنې، ژور لید او دوراندیشۍ سره یې بنیاد کښیښودې شو ترڅو د اسلامي نړۍ د زړه د ټوټې او د مسلمانانو د وړومبنۍ قبلې په توګه د قدس شریف او فلسطین مسئله هیڅکله هیره نه کړې شي.

دغه خبرپاڼه زیاتوي: په مسلمانو ولسونو باندې د مقاومت د تفکر او کړنلارې ژوره اغیزه په نړۍ کښې د اسلامي بیدارۍ د نوې څپې د راپورته کیدو او د قدس د نیواکګر رژیم او د هغه د انډیوالو خلاف د سیمې د مسلمانو هیوادونو د لازیات اتحاد سبب شوې او د اسلامي مقاومت د جبهې او د استکبار او صهیونزم د جهبې ترمینځ د قدرت د انډول د بدلیدو لامل شوې ده.