روسیې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131374-روسیې_په_افغانستان_کې_د_ټولګډونه_حکومت_پر_جوړېدو_ټینګار_کړی
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل هغه وخت شونې دي چې په افغانستان کې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ او د ښځو او نجونو حقونه رعایت شي.
(last modified 2023-04-16T04:55:33+00:00 )
Apr 16, 2023 09:19 Asia/Kabul
  • روسیې په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل هغه وخت شونې دي چې په افغانستان کې پراخ‌بنسټه حکومت جوړ او د ښځو او نجونو حقونه رعایت شي.

د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دغه څرګندونې په سمرقند کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له غونډې وروسته، په یوې خبري ناسته کې کړې دي.

سرګي لاوروف له سرپرست حکومت سره د روسیې او دغو هېوادونو د اړیکو پر اړتیا او ساتلو ټینګار کړی دی.

سرګي لاوروف د افغان سرپرست حکومت ترکیب ټولګډونه نه ګڼي او وایي، چې د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندل، د ټولګډونه حکومت په جوړېدو، د رایې حق ته په درناوي، زده کړو، کار او بشري حقونو پورې تړلي دي.