د ناټو غړي د اوکراین په هکله موافق دي
زمونږ خبریال راپور راکړی د ناټو مشر د اوکراین د غړیتوب په هکله د دغه ائتلاف د غړیو د یوشان نظر خبر ورکړ.
د ناټو تړون مشر ینس اسټولټنبرګ په جرمني کښې په رامشتاین اډې کښې د اوکراین د ملاتړي ډلې غونډې ته له ورتلو مخکې وویل د ناټو ټول غړي هیوادونه د اوکراین د غړیتوب په هکله توافق لري.
هغه وویل د اوکراین له جنګ وروسته کي یف باید د ډیرو حملو د مخه د نیولو لپاره دفاعي توان ولري.
د ناټو مشر ینس اسټولټنبرګ په دوام کښې ټینګار وکړ حاضردمه اصلي هدف د روسیې په وړاندې د اوکراین د بریالیتوب په هکله د ډاډ په ترلاسه کولو متمرکز شوی دی.
هغه وویل په واضح ډول ووایم چې د اوکراین حقیقي ځاې په یورو اټلانټیک کښې دی او د اوکراین حقیقي ځاې په ناټو تړون کښې دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د کریملین ماڼۍ ویاند دیمیتري پسکوف وړمه ورځ وویل چې په ناټو تړون کښې د اوکراین د شاملیدا مخه نیول د ماسکو د ځانګړيو پوځي عملیاتو یو هدف و او دی.
ماسکو په ځلونو په اروپا کښې په تیره بیا د روسیې سرحدونو ته د ناټو د نږدې کیدا په هکله امریکا او د هغې متحدانو ته خبرداري ورکړي دي.