په تېروتنه کې مو خپل ښار بمبار کړ
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131700-په_تېروتنه_کې_مو_خپل_ښار_بمبار_کړ
د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په تېر وتنه کې یې یوې جنګي الوتکې خپله سیمه بمبار کړې ده.
(last modified 2023-04-22T06:10:17+00:00 )
Apr 22, 2023 10:37 Asia/Kabul
  • په تېروتنه کې مو خپل ښار بمبار کړ

د روسیې دفاع وزارت ویلي چې په تېر وتنه کې یې یوې جنګي الوتکې خپله سیمه بمبار کړې ده.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وړمه شپه یې یوې الوتکې په تصادفي ډول د اوکراین پولې ته څېرمه د بلګورود ښاړ اړوند سیمه بمبار کړې ده.

په خبرپاڼه کې د یادې پېښې په اړه زیات جزیات نه دي ورکړل شوي، خو ویل شوي چې  بم د ښار له مرکز او د استوګنې له ودانیو سره نژدې د دو سرکونو د یو ځای کېدو په ځای کې لګېدلی دی.

په همدې حال کې د دې سیمې والي ویاچسلاف ګلادکوف وايي په دې چاودنه کې درې تنه ټپيان شوي او ګڼو ودانيو ته زيان اوښتى دى.

بلګورود ښار چې ۳۷۰ زره نفوس لري، د اوکراین له پولې شاوخوا ۴۰ کیلومتره واټن لري.