د تهران او نړۍ ځينو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131822-د_تهران_او_نړۍ_ځينو_نننیو_مطبوعاتو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د تهران  او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځیني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو، نو هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.
(last modified 2023-04-25T05:25:19+00:00 )
Apr 25, 2023 09:03 Asia/Kabul
  • د تهران او نړۍ ځينو نننیو مطبوعاتو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو، په پیل کې درته د تهران  او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځیني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو، نو هیله ده د استفادې وړ مو ګرځي.

   دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل ننني  انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي،په داسې حال کې چې  لویدیځي او امریکائي چینلونه او رسندوئې د بیان د آزادۍ او خپلواکۍ ډنډورې وهي،د تهران په مختلفو ښارونو په تیره بیا په تهران کې ئې د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په امامت د نیکمرغه اختر د حماسي ،ولولناک او پرتمین میلیوني لمونځ قایمیدا باندې سترګې پټې کړي او هیڅ پوښښ ئې نه دی ورکړی.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ډیری خبری سرچینې او خپلواکه  کارپيژاندي په دې اند دي چې د سوډان په بحران کې د وحشي صهیونیسټي  او استکبارۍ کړیو لاس دی او د یمن له بحران وروسته غواړي ، په اسلامی هیوادونو دغه ترینګلتیاوې هماغه راز دوام ولري.

صهیونیسټي کارپيژاندو یو ځل بیا منلې ده چې  د اسرائيلو مخه نیونکی قدرت له مینځه تللی دی  او نور  د وسپنیز ډال  دړکه ورکول یوه چټي ملنډه ده.

سی بی این بی سی خبری چینل  په یوې  شننې کې خبردری ورکړی،ډالر  د نړیوال مرجع اسعار په توګه د خپل ځائيګي له لاسه ورکولو په حال کې دی.

دهندوستان په بهار صوبې کې  یوسل دیارلس کلن پخوانی کتابتون  چې  له مسلمانانو سره اړونده دی، افراطي هندوانو  وسوځوۀ.

یو اروپائي شناندی او خپلواکه خبریال  په یولړ حیرانونکو څرګندونو کې ایشوا کړې ده ، د اوکراین پوځي مسئولان او چاروال  اوکراین ته د لویدیځ لیږدولي  وسلې او تجهیزات د وسلو په تور بازار کې خرڅوي او لویدیځي واکوالانو هم پرې خوله چُپه کړې ده .

  داهم د تهران چاپ ابرار ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي دي ،د اسرائيلو  دم لی امنیت د مطالعاتو د موسیسې یو څيړاندې او د ایران دبرخې  اطلاعاتي مسئولې سیما شاین ویره ښودلې چې  د ایران په رهبرۍ د یوې سیمه ایزې قدرتمنې جبهې شاهدان یوو.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلی دي ،د سورئې اوترکیې د وروستیو   ارتباطاتو او د  حالاتو دښه کیدا   په دوام کې د  روسیې، ایران،سورئې او ترکیې  دفاع وزیران سره غونډه کوي.

 د ایران د ټرانسپورټي چارو وزیر   خبر ورکړی، د عربستان اړونده وزارت  په اونۍ کې د تهران او ریاض ترمینځ په اونۍ کې د دروو الوتونو د شروع کولو رسمي غوښته کړې ده .

د امریکااستخباراتي ادارو په یوه پټ راپور کې وئیلي دي ، افغانستان یو ځل بیا د داعش په څير د ترهه ګرو ډلو د روزنې په مرکز بدل شوی دی.

د روسیې د ملی امنیت د شورا مرستیال دیمتري مدودوف خبرداری ورکړ، که اوه ډله  د روسیې صادرات ممنوع کړي ، نو  ماسکو  د غلو دانو  موافقه لغوه کوي.

 د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست د کمیشن  مشر جوزف بورل د روسیې په ضد د نوو بندیزونو لپاره  اروپائي اتحادئې  د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو پر نه چمتووالي ټينګار وکړ.

د پاکستان  مرکزی  او صوبائي  حکومتونه  د اپوزیشن له خوا د  مینځ پړاوه انتخاباتو د ترسره کیدا په غوښتې سربدلاه شوي دي  او نه پوهیږي چې دغه بحران  څرنګه پیزواني کړي .

 دافغانستان  د طالبانو د حکومت ویندوي یو ځل بیا وئيلی دي ،  د افغانستان خاوره نوره د ترهه ګرو ډلوټپلو ددیره کیدا ځاي نه دی او  دغه خاوره به د هیڅ یوه هیواد په ضد استعمال نشي ، په دې اړه د لویدیځوالو او امریکائي خپرونو  راپورونه او پروپیګنډې د افغانستان د ولس  پخپل حال د پریښودو لپاره یوه پلمه ده .

 د سورئې په دیرالزور او  الحسکه ولایتونو کې  د  پوځ او مقاومتي چورلیز ځواکونو د ترهه ګرو په ضد پاکونکو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

  دا هم د تهران اطلاعات ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،صهیونیسټي رسندویو  وئيلي دي،د اسرائيلو پوځ  د لبنان د حزب ا.... غورځنګ له ځواکونو سره د سمندري ډغرې په درشل کې دی.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،روسیې د فلسطین په باب دامنیت شورا د غونډې د ټاکلی وخت د بدلولو لپاره د تل ابیب غوښته په زغرده رد کړه .

د سوډان  خبري سرچینو  راپور ورکړی،د سوډان د پوځ او د چټک غبرګون  ځواک ترمینځ د نښتو په سختیدا پسې د پلازمینې خرطوم  ښار له کوپر زندانه په سلګونو بندیان تښتیدلي دي.

د روسیې امنیتی چارواکو په یوې خبرتیا کې وئيلي دي ، له ماسکو سره نزدې ئې د چاودیدونکو موادو یو وړونکی ناپيژاندی ډرون نسکور کړی دی .

 د عراق لومړي وزیر محمد الشیاع السوډاني  ووئيل،که د الحشد الشعبی  مبارز ځواک  سرښیندنې  نه وائ،نو په عراق کې به ترهه ګري نابوده شوي نه وه.

 د یمن  انصار ا... غورځنګ په یوې اعلامیې کې  وئيلي دي ،د امریکا له خنډ جوړونې سره سره  دیمن حالات د سولې او ثبات په لور روان دي.

 په درستې فرانسې کې  د دغه هیواد د ولسمشر د کرغیړنو  سیاستونو په دوام باندې  د ولسی اعتراضونو اوج ته له رسیدا سره سره  آمانوئل ماکرون په سپین سترګیتوب سره وائي  هیڅکله به  له خپلو سیاستونو په شانه شم او استعفی به هم ورنه کړم .

 واشنګټن پوسټ په یوې مقالې کې د امریکا حکومت ته سپارښتنه کړې ده ، باید دجوزف بایډن حکومت  له چین سره له ډغرې ډډه وکړي.

 د یمن  دفاع وزیر تیریګر  سعودي ائیتلاف ته په خبرداری ورکولو سره یو ځل بیا جوته کړې ده ،  له عربستان سره دیمن د ولسی مشرانو په شوو موافقو او  داور بند په مادو عمل ونشي ، نو په یاد دې وساتي چې دې ځل به   د جنګ د  اور لبمې د یمن په داخل کې نه ،بلکې د تیریګرو  هیوادونو په  زړه کې  پورته کیږي، ځکه زمونږ توپې ،توغندي، ډرونز او  مخه نیونکي ځواکونه  او مبارزان بشپړ تیار دي څو  نهائي  عملیاتو  امر ورکړل شي.

اوس هم راګرځو  ځينو هغو بهرنیو خپرونو ته  چې د  افغانستان د وروستیو حالاتو او بدلونونو په باب ئې لیکنې کړي دي ، او مونږ هم له انټرنیټه راخستي او له تاسو سره ئې شریکې کوو،باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خ پرونو خپل دریځونه دي.

واشنګټن اګزامینر  ورځپاڼې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د ویستلو او د سپینې ماڼۍ د ارزونې په اړه د ګاریټ ایکسنر نظر خپور کړی دی.

په دې لیکنه کې د بایډن حکومت ته د ملامتۍ ګوته نیول شوې او حتي په سرلیک کې یې راغلي دي ،له افغانستانه د عسکرو د ایستلو او د هغو د پایلو پړه یوازې د بایډن د حکومت پر غاړه ده.

دا اونۍ په دې پوی شوو چې احتمالاً د امریکايي مالیه ورکوونکو پیسې طالبانو ته ورکول کېږي او د امریکا اوسنی حکومت هڅه کوي چې له افغانستانه د جو بایډن له لورې د ځواکونو بې بندوبسته ایستلو په اړه د سرمفتش د تحقیقاتو مخه ونیسي.

دا خبر یوازې دوې اوونۍ وروسته له دې ترلاسه شوی چې د جوزف بایډن  حکومت  له افغانستانه د ځواک ایستلو په اړه خپله ارزونه خپره کړه.

د لیکوال په نظر د بایډن حکومت د دې لپاره چې د دې ناورین له مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي، ټوله ملامتي د امریکا په  تېر کرغیړن حکومت او خپلو افغان متحدانو اچوي.

ګاریټ ایکسنر په خپله لیکنه کې همداراز وايي، د سپينې ماڼۍ ارزونه تر ډېره په قطر کې له طالبانو سره د ټرمپ د حکومت پر موافقې او جګړې ته د افغان ځواکونو د نه لېوالتیا پر اغېز تمرکز لري.

خو د ځواکونو د ایستلو په پړاو کې بایډن اعلي سر قوماندان ؤ او د ده د حکومت په دوره کې طالبانو ته پیسې لېږل کېږي.

د واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې پر اساس، کله چې پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ واک جو بایډن ته سپارۀ، په افغانستان کې دوه نیم زره امریکايي پوځیان پاتې وو چې د تروریزم پر ضد جګړې ته دوام ورکړي او د طالبانو د پرمختګ مخه ونیسي.

خو وروسته له دې چې د ۲۰۲۱ په مئ میاشت کې جو بایډن اعلان وکړ چې د سپټمبر تر یوولسمې پورې ټول عسکر وباسي، د افغان امنیتي ځواک پاشلتیا پیل شوه.

د واشنګټن اګزامینر ورځپاڼې د لیکنې د لیکوال په باور، بایډن د ولسمشرۍ پر چوکۍ د کېناستو له لومړۍ ورځې نیت درلود چې له افغانستانه ټول ځواکونه وباسي څو وښئي چې د انتخاباتي کمپاین په ترڅ کې یې خپله ژمنه عملي کړې ده.

  ډېرو نورو امریکايي ورځپاڼو د دوشبې د ورځې په ګڼو کې د پنټاګون د هغه افشا شوي سند په اړه لیکنې خپرې کړي چې لومړی پلان  یې واشنګټن پوست د تر لاسه کولو خبر ورکړ.

په دې پټ سند کې د افغانستان له خاورې په نورو هېوادونو کې د داعش ډلې د حملو د پلانونو جزییات څرګند شوي او همداراز راغلي چې د داعش مشران په افغانستان کې په دې کار کوي چې په نورو هیوادونو کې حملې پلان کړي.

 د امریکا د استخباراتي ادارو  دغه ایشوا شوي پټ سندونه ښئ چې  القاعده نوره په خوړتیا ده او په افغانستان کې ئې څه خاص فعالیتونه نه دي لیدل شوي خو دغه هیواد هماغه شان د داعش په څير د ترهه ګرو ډلو ټپلو د روزنیزو مرکزونو او دیره کیدا مرکز باندې بدل شوی دی او دا ښئ چې  طالبان له امریکا سره پخپلې کړي ژمنې عمل نه کوي او  دا  د امریکا په څير د هیوادونو لپاره یو روښانه ګواښ او  خطره ده  چې باید په دې اړه جدی ارزونې او څيړنې وشي.