هندوستان ته د چین د دفاع وزیر سفر
د چین دفاع وزیر د نوی ډهلی او بیجینګ تر مینځ د سرحدي لانجو سربېره، د شانګهای د غړو هیوادونو تر مینځ د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره هند ته تللی دی.
چین او هندوستان له کلونو مخکې نه د لاداخ په سیمه کې په سرحدي لانجو وراوښتي دي او په ځلونو یې یو بل سره سختې نښتې کړي دي، خو د دې ټولو اختلافاتو سربېره د چین د دفاع وزیر لی شانګفو د شانګهای د غړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې د ګډون په موخه نوی ډهلی ته تللی دی.
ټاکل شوې ده چي په دغه غونډه کې چي د هندوستان په کوربه توب تر سره کیږي، د چین د دفاع وزیر هم وینا وکړي.
لی شانګفو تېر کال د چین د دفاع وزیر په توګه وګمارل شو، هغه له ۲۰۱۸ میلادي کال را په دې خوا د امریکې د بندیزونو په لیسټ کې شامل شوی دی.
د لاداخ په سیمه کې د هند او چین تر مینځ تر ټولو وروستۍ نښته په ۲۰۲۰ میلادي کال رامینځ ته شوه چي په کښې څلور چینیایي او ۲۰ هندي فوځیان ووژل شول.