جاپان کښې د ماشومانو د ژړولو سیالۍ وشوه
زمونږ خبریال راپور راکړی په جاپان کښې د کورونا ویروس له خپریدا او د کاروبار له بندیدا وروسته اوس د ماشومانو د ژړولو عجیبه سیالۍ ترسره شوه.
دغه سیالۍ چې د ژړولو د سومو سیالۍ ورته ویل کیږي له کابو څلورو کلونو وروسته شوي ده.
د جاپان په دغه سیالۍ کښې ماشومان په باقاعده ډول په ویرولو سره ژړول کیږي ځکه چې د ژړا له کبله د ماشومانو صحت او روغتیا ښه کیږي او هغوې ډاډمن وسي.
د جاپان د دغه سیالۍ ترسره کونکي د « اوني » په نوم ماسک اچوي او دغه راز ماشومانو ته د« سومو» په نوم جامې اچوي او هغوې د هغو کسانو په وړاندې حاضروي چې ویرونکي څيرې یې اچولي وي.
دغه سیالۍ د جاپان په سینسو جي مندر کښې ترسره کیږي.
په دغه سیالۍ کښې ریفري د نري لرګي پنکه په لاس کښې نیسي او کوم ماشوم چې اول وژړي نو هغه بریالی اعلانیږي.
د ویلو ده چې په جاپان کښې دغه سیالۍ په بیلابیلو سیمو کښې کیږي او د هرې سیمې د سیالۍ اصول او قواعد سره فرق کوي.
په دغه سیالۍ کښې له ټولو لومړی ژړیدونکی او په ځینو موردونو کښې تر ټولو اخر کښې ژړیدونکی ماشوم بریالی بلل کیږي.