هغه هېوادونه چې ټولنیزې رسنۍ په کې زیاتې کارول کیږي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i131934-هغه_هېوادونه_چې_ټولنیزې_رسنۍ_په_کې_زیاتې_کارول_کیږي
د نایجریا وګړې په ورځ کې په اوسط ډول ۴ ساعته او شل دقیقې ټولنیزو رسنیو کارولو له امله د ټولنیزو رسنیو د کارونکي هېواد په توګه په لومړي مقام کې ځآی لري.
(last modified 2023-04-26T08:02:07+00:00 )
Apr 26, 2023 12:18 Asia/Kabul
  • هغه هېوادونه چې ټولنیزې رسنۍ په کې زیاتې کارول کیږي

د نایجریا وګړې په ورځ کې په اوسط ډول ۴ ساعته او شل دقیقې ټولنیزو رسنیو کارولو له امله د ټولنیزو رسنیو د کارونکي هېواد په توګه په لومړي مقام کې ځآی لري.

هغه هېوادونه چې ټولنیزې رسنۍ په کې زیاتې کارول کیږي

د نایجریا وګړې په ورځ کې په اوسط ډول ۴ ساعته او شل دقیقې ټولنیزو رسنیو کارولو له امله د ټولنیزو رسنیو د کارونکي هېواد په توګه په لومړي مقام کې ځآی لري.

دغه راز د برازیل وګړې په ورځ کې ۳ ساعته او ۴۴ دقیقې، جنوبي افریقا وګړې په ورځ کې ۳ ساعته او ۴۳ دقیقې، فیلپین وګړې په ورځ کې ۳ ساعته او ۴۲ دقیقې، کولمبیا وګړې په ورځ کې ۳ ساعته او ۳۵۴ دقیقې، ګانه هېواد وګړې په ورځ کې ۳ ساعته او ۲۳ دقیقې، کینیا وګړې په ورځ کې ۳ ساعته او ۲۲ دقیقې، ارجنټاین هېواد کې وګړې په ورځې کې ۳ ساعته او ۱۸ دقیقې او په مکسیکو کې وګړې په اوسط ډول ۳ ساعته او ۱۷ دقیقې ټولنیزې رسنۍ کاروي.

دغه لیست کې په مکسیکو پسې په ترتيب انډونيزيا، متحده عربي امارات، ترکيه، هندوستان، پورتګال، روسيه، امريکا او نور هېوادونه دي.

جاپان هېواد په نړۍ کی هغه هېواد دی چې وګړي يې ډېر کم ټولنيزې رسنۍ تعقيبوي، د دغه هېواد وګړې په اوسط ډول د ورځې ۴۹ دقيقې وخت د ټولنيزو رسنيو په تعقيبولو تيروي.

ټولنيزو رسنيو تعقيبول ډېرې ګټې لري چې د هغو له ډلې يوه ګټه يې د نړۍ له حالاتو خبریدل دي، خو خو زيات استفاده کول يې ګڼې ستونزې هم لري چې يوه يې د وخت ضايع کول دي