ملګري ملتونه په سوډان کښې د پایداره اوربند لپاره کوششونه کوي
د ملګرو ملتو مرستیال ویاند فرحان حق په دې خبرې سره چې د سواډان حالت باید زرترزره په کنټرول کښې راشي، وویل: ملګري ملتونه په سوډان کښې د اوږدې مودې اوربند د ټینګولو لپاره هلې ځلې کوي
د ملګرو ملتو مرستیال ویاند فرحان حق په دې خبرې سره چې د سواډان حالت باید زرترزره په کنټرول کښې راشي، وویل: ملګري ملتونه په سوډان کښې د اوږدې مودې اوربند د ټینګولو لپاره هلې ځلې کوي.
د ایران پریس د خبر له مخې، د فرحان حق څرګندونې به داسې حال کښې دي چې د ملګرو ملتو سرمنشي انتونیو ګوترش تیره دوشنبه یوځل بیا په سوډان کښې له ښکیلو لورو غوښتي وو چې نښتې سمدستي بندې کړي او اعلان یې وکړ چې ملګري ملتونه به په سوډان کښې د شخړو د کمولو او د پایداره اوربند او امنیت د ټینګولو لپاره له خپلو شریکانو سره نزدې غږملتیا ته دوام ورکړي.