د سوډان پوځ د اوربند ۷۲ ساعته غزونه ومنله
د عبدالفتاح البرهان تر قومندانۍ لاندې د سوډان پوځ پرون خبر ورکړ چې په دغه هیواد کښې د اوربند له غزولو سره یې موافقه کړې ده.
د سوډان پوځ خبر ورکړی چې د نورو ۷۲ ساعتونو لپاره یې د اوربند له تمدید سره موافقه کړې ده او د چټک ملاتړ له ځواکونو یې غوښتي چې ورباندې پابند ووسي.
الجزیره چینل خبر ورکړی چې د سوډان پوځ د روان اوربند له ۷۲ ساعته غزونې سره موافقه کړې او ویې ویل چې نوی اوربند به د اوسني اوربند له ختمیدو سمدستي وروسته اجرايي شي.
د سوډان پوځ چې د حمیدتي په مشرۍ د چتک ملاتړ ځواکونه د «شورشیانو» په نامه یادوي، وویل: هیله لرو چې شورشیان دا ځل په اوربند پابند پاتې شي او د پوځي مرکزونو په بمبارولو سره یې خلاف ورزي ونه کړي او د ملکي وګړو ژوند په خطر کښې وا نه چوي.
په سوډان کښې خونړۍ نښتې د وري د میاشتې له ۲۶ نیټې پیل شوې دي او د لنډمهاله اوربندونو له ټینګیدو سره سره په کښې لاهم خلک وژل کیږي.